د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر عبدالله عبدالله د موټرو په کاروان وسلوال برید شوی


 ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله
نن د چهارشنبې په ماذدیګر د جمهوري ریاست په یوه کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل د سروبي ولسوالۍ د ورېښمین تنګيو په سیمه کې وسلوال برید شوی خو هغه له دغه برید روغ رمټ وتلی دی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي سیالیو د فتر وایي چې ناپېژاندو وسلوالو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنیز کاروان چې له جلال اباد ښار نه کابل ته په لار وو برید کړی دی خو هم خپله ډاکټر عبدالله عبدالله ، او هم یې مرستیالان او نه هم د هغه د کاروان ملګري په برید کې ژوبل شوي نه دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي سیالیو د دفتر ویاند فضل الرحمن اوریا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې برید د ورېښمین تنګي په پای کې شوی او ناپېژاندو پر عبدالله عبدالله ډزې کړي دي.

فضل الرحمن اوریا وویل :

‪"‬کله چې ښاغلی عبدالله عبدالله له ملګرو سره سروبي ته نېږدې کیږي پرې ډزې کیږي، روغ رمټ دی، دا اوس د سروبي په بازار کې دی.‪"‬


وسله والو طالبانو پر ډاکټر عبدالله عبدالله د برید مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې دا برید طالب جنګیالیو کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی عبدالله عبدالله ته کمین نیولی وو، او ادعاء یې کړې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملګرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی وار دی چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د جمهوري ریاست یو کاندید تر وسله وال برید لاندې راځي.

ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ جلال اباد ښار ته تللی وو او هلته یې په یوه ټاکنیز کمپاین کې برخه اخېستې وه، او ددې ترڅنګ یې په نورو ځایونو کې هم ټاکنیزې مبارزې درلودې.
XS
SM
MD
LG