د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ختیځ کې په دولتي تاسیساتو ډليز ځانمرګي بريدونه


ارشیف
ارشیف
دسروبي پرامنيې قوماندانۍ او دولسوالۍ پرودانۍ شوي ډليز ځانمرګي بريدونه ددریو ځانمرګو بر يدکوونکو په له منځه وړلو پاى ته ورسیدل.

امنيتي چارواکي وايي نن سهار شپږ بجې او دېرش دقيقې يوه ډله ځانمرګي بريدکوونکي چې دښځو جامې يې په تن وې خپل له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر يې دسروبي امنيې قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه او درې تنه يې دقوماندانۍ او ولسوالۍ ودانيو ته ننوتل.

په ختيځ کې د٢٠١سيلاب قول اردو وياند ډګروال محممد نعمان هاتفي امریکا اشنا راډيو ته وويل چې ځانمرګي بريدکوونکي پينځه تنه وو،دووتنو يې خپل تونس ډوله موټر سره دامنيې قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه او درې نور يې چې دښځو جامې يې اغوستې وې دقوماندانۍ او ولسوالۍ پرودانيو ننوتل.

ډګروال هاتفي وايي چې دغو دريو تنو تر يوه ساعته پورې افغان ګډو ځواکونو سره جګړه وکړه چې د جګړې په ترڅ کې ټول ووژل شول.

ډګروال هاتفي وايي پرهمدغه مهال يوه ډله نور طالب وسله وال چې دځانمرګو بريدکوونکو دمرستې لپاره يې دولسوالۍ په شاوخوا کې کمين نيولى وه ددرنو وسلو په ډزو يې دويم بريد پيل کړ چې دملي اردو له لوري وروسته له يوه ساعت مقاومته ووژل شول.

دى وايي چې ددغو بريدکوونکو شمېر څرګند نه دى خو دملي اردو ځواکونو سيمه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

دملي اردو وياند زياته کړه چې په دې جګړه کې عامو خلکو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسېدلى.
هاتفي وويل چې دوژل شوو هويت هم لاتردې دمه نه دى څرګندشوى.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د بریدکوونکو شمیر ۳ تنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه برید کې یو پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

ددې پېښې مسوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دي.

ذبیح الله مجاهد چې رسنیو ته د وسلوالو طالبانو د ویاند په توکه خبرې کوي ويلي يې دي چې ځانمرګي بريدګر درې تنه وو او په دغه برید کې افغان ځواکونو ته درون ځاني زيان اوړیدلې دی.

دا په تیرو دریو ورځو کې په دغه ولسوالۍ د طالبانو دوهم برید دی، د چهارشنبې په ورځ په همدې سيمه کې دولسمشرۍ ټاکنوته یو نوماندډاکټر عبدالله عبدالله دموټرو پر کاروان هم وسله والو بريد کړي وو.
XS
SM
MD
LG