د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو د وژل شویو سرتیرو د جنازې مراسم


د افغان ملي پوځ د وژل شویو سرتیرو د جنازې د مراسمو رپوټ
د افغان ملي پوځ د وژل شویو سرتیرو د جنازې د مراسمو رپوټ
په کابل کې د هغو ٢١ افغان سرتیرو د جنازې مراسم تر سره شول چې د کنړ ولایت د غازي آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کی وژل شوی وو.

د رپوټونو له مخې په برید کی شپږ سرتیری لادرکه شوی هم دی.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي له یو شمیر نورو افغان حکومتي لوړپوړو چارواکو سره ددی سرتیرو د جنازې په مراسیمو کی گډون وکړ او ویې ویل چې افغان حکومت به د طالبانو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

« مونږ په بشپړه توگه د هغو په وړاندې مبارزې ته چمتو یو چې د پولې له بلې خوا څخه راځي او زمونږ خلک وژني.»

ښاغلي بسم الله محمدي زیاته کړه چې « که دوی فکر کوي چې دوی به په دې وژنو سره مونږ کمزوري کړي، نو دا غلطه ده، دا به زمونږ مورال د دښمن په مقابل کې نور هم پیاوړی کړي.»

په کونړ کې د وژل شویو سرتیرو له جملې څخه د یو سرتیري امیر حسین تره چی په دې مراسمو کې یې گډون کړی و، وایي « دا یو وحشی عمل و چې بشریت ته د زغم وړ ندی. دا عمل د هغه چا له خوا تر سره شوی چې د اسلام، قران او د بشریت ضد دي. مونږ دا عمل په کلکه غندو او ددی انتقام به واخلو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو خبري کنفرانس کې ددې پیښې په اړوند د یو لړ پوښتنو په ځواب کې وویل « یوه خبره چی ډیره څرگنده ده هغه داده چی دغه تروریستان د هغو سیمو نه وو چې د پاکستان تر کنترول لاندې دي او د افغانستان د اوردو په سرتیرو یې دا حمله تر سره کړې وه، خو ددې په هکله چې دا د پاکستان کوم غچ اخیسل دي یا که نه، په دې برخه کې باید چې نور هم تحقیقات تر سره شی.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر اعظیمي ویلي چې سیمې ته کمکي ځواکونه استول شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د افغان اردو د وژل شویو سرتیرو د جنازې مراسم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

دا برید په تیر سپتمبر کې په بدخشان کې د افغان پوځ پر یو کاروان باتدې له برید څخه وروسته چې اتلس سرتیري په کې وژل شوي وو، تر ټولو ستر برید بلل کیږي.

پر افغان امنیتی ځواکونو دا بریدونه په داسی وخت کې کیږي چې د ٢٠١۴ کال په پای کې امریکایي او ناتو ځواکونه له افغانستان وځي او د افغان ملي پوځ وړتیا له آزمون سره مخامخ کیږي.

په دې ترڅ کې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د افغان ملي اردو پر تلفاتو خواشیني څرگنده کړې او ویلي یې دي چې « مونږ د خپلو افغاني دوستانو سره ددې وطندوستو او د افغانستان د ساتونکو د وژنې په دې غم کې شریک یو.»

اعلامیه زیاتوي چې هر کله چې افغانان او یا ایتلافي ځواکونه د سولې د تامین او د امنیت په ټینگولو کې چې افغانان یې وړتیا لري، ځانونه بایلي مونږ غمجن او خوابدي کیږو او د هغو میړانه او سرښیندنه ستایو چې په خپله خوښه د افغانستان د خاورې دفاع کوي.
XS
SM
MD
LG