د لاس رسي وړ اتصالات

نوې سروې: د افغانانو اکثریت د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي


ارشیف
ارشیف
اکثریت افغانان د طالبان د واکمنۍ خلاف دي او باور کوي چې په تیرو لسو کلنو کې یې په ژوند کې ښه والۍ راغلی دی.

دغه د هغه سروې موندنې دي چې د اي، ټي آر مشورتي شرکت په افغانستان کې کړې ده. د دې سروې هدف دا و چې د طالبانو او نړیولې ټولنې په اړه د افغانانو نظر معلوم کړي.

د دغه سروې په اساس،61% افغانان په خپلو سیمو او په ټول افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مخالف دي او یوازې7% یې بیا ملاتړ کوي.

رپوټ دا هم ښيي چې په نارینو کې د طالبانو ملاټر په سلو کې یوازې 13% دی او په ښځو کې بیا په سلو کې یوازې2% د دې ملاتړ کوي چې طالبان دې واک ترلاسه کړي.

په دغه سروې کې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د 4218 نارینو او ښځو نه پوښتنې شوي دي.

سروې دا هم ښيي چې د افغانستان په شمال او جنوب کښې، په ښاري او کلیوالو سیمو کې د طالبانو په اړه نظرونه ښکاره توپیر لري.

په شمالي ولایتونو کې3% افغانان په خپلو سیمو کې یا په ټول هیواد باندې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ کوي خو د جنوبي ولایتونو په ښاري سیمو کې څه باندې27% خلک د طالبانو د واکمنۍ منلو ته تیار دي.

د سروې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په پراخه اندازه لیوالتیا شته. خو تقریبا نیمايي افغانان بیا فکر نه کوي چې طالبان دې د سولې موافقې ته درناوی وکړي، حتا که د افغانستان د حکومت سره داسې یوه موافقه هم وکړي.

د امریکا د اوهایو په دولتي پوهنتون کې د منځني ختیځ د مرکز رئیس، ډاکټر عالم پایند د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د افغانستان خلګ د خبرواترو پلوي کوي.

د سروې د موندنو په اړه چې وايي افغانان د طالبانو سره خبرواترو ته په پراخه اندازه لیوالتیا لري، ډاکټر عالم پایند وویل: «خلک [د سولې د خبرو] طرفدار دي. د طالبانو سره او د افغانستان معضله یوازې د جنګ او د زور له لارې نه حل کیږي. د خبرواترو [له لارې] او سیاسي حل لاره یې باید پیدا شي، او په هغه کې باید طالبانو ته شرکت ورکړل شي، که هغه انتخابات دي او که خبرې اترې دي.»

د سروې په رپوټ کې راغلي دي: «نږدې نیمايي افغانان په دې باور نه دي چې که طالبان دې د سولې د موافقې درناوی وکړي، که چیري دغسې یوه موافقه د افغانستان د حکومت سره وکړي.»

د سروې رپوټ زیاتوي: «څه چې مهم دی هغه دا دی چې بې باوري په جنوب کې ډیره ده. [د جنوبي ولایتونو] په ښارونو کې 90% اوسیدونکي باور نه لري چې طالبان دې د سولې د موافقې، که چیري لاسلیک هم شي، درناوی وکړي.»

په مجموع کې، د دغې سروې موندنې ښيي چې افغانان باور لري چې په تیرو لسو کلنو کې یې د ژوند شرایط ښه شویدي. خو په جنوبي ولایتونو کې بیا د نارینو نظر توپیر لري. د جنوبي ولایتونو په درېیو کې یو نارینه وايي چې د ژوند شرایط یې ښه شوي دي. د درېیو برخو یوه بله برخه یې بیا وايي چې د ژوند په شرایطو کې یې تغیرات نه دې راغلي او پاته درېیمه برخه نارینه وايي چې د ژوند شرایط یې لا پسې خراب شويدي.
XS
SM
MD
LG