د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د کمپاینونو امنیت او په اړه یې اندیښنې


د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو د کمپاین کوونکو د امنیت لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو د کمپاین کوونکو د امنیت لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی
د افغانستان د ولسمشرۍ ځیني کاندیدان او د هغوی پلویان حکومت په دې تورنوي چې په یو شمیر سیمو کې یې د دوی د کمپاین کوونکو امنیت ته پام نه دی کړی.

د ټاکنو د کمپاینونو له پیل راهېسې تر دې دمه په یو لړ بریدونو کې درې کمپاین کوونکي وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی، چې له امنیتي پلوه یې د کاندیدانو او د هغوی د پلویانو اندېښنې راپارولي دي.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لومړنیو ساعتونو کې، وسله والو کسانو په ختیځ ښار هرات کې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله دوه کمپاین کوونکي په ډزو ووژل.

د ښاغلي عبدالله د کمپاین یوه مطبوعاتي غړي فضل الرحمن اوریا، امریکا غږ ته په خبرو کې، پر حکومت کلکه نیوکه وکړه چې د دوی د کمپاین کوونکو د امنیت د ساتلو او د برید کوونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي اوریا وویل: «که حالت همداسې روان وي، کمپاین کوونکي به یې په اسانۍ سره د هېواد ځینو نورو برخوته د ورتللو لپاره زړه ښه نکړي، ټاکنې به شفافي نه وي چې له کبله به يې د ټاکنو پر نتایجو هم د پام وړ منفي اغیز وکړي.»

د عبدالله عبدالله یو بل کمپاینر بیا د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو وواژه. له دې وراخوا، د اشرف غني احمدزي د کمپاین مسولین ادعا کوي چې څه موده وړاندې وسله والو په ختیځ ښار هرات کې د دوی پر یو کمپاینر هم برید وکړ او ژوبل يې کړ، چې په وینا يې دغه کار په سیمه کې تر یوه بریده د دوی د کمپاین پر چارو منفي اغیز کړی دی.

د ښاغلي احمدزي د کمپاین یو مطبوعاتي غړي، فیض محمد ځلاند امریکا غږ سره په خبرو کې پر امنیتي څانګو غږ وکړ چې د دوی د کمپاین کوونکو او پلویانو خوندیتوب او امنیت ته لاپاملرنه زیاته کړه. ښاغلي ځلاند وویل: «امنیتي ستونزې د دوی د کمپاین او انتخاباتي مبارزو په وړاندې یوه لویه ننګونه ده ، چې باید امنیتي څانګې دغه ننګونه له مخې لېرې کړي.»

ښاغلي ځلاند دغه راز وویل چې ختیځ ولایت کونړ ته پر لار هم د دوی د کمپاین پر کاروان وسله وال برید شوی و، چې چاته په کې زیان نه و رسیدلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یادوو شوو ستونزو سره سره ډاډ ښيي چې د کمپاین کوونکو او د هغوی د دفترونو د امنیت او خوندیتوب لپاره يې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: «دوی د ټولو ولایتونو امنیه قومندانانو ته سپارښتنه کړې ، چې د کاندیدانو او کمپاین کوونکو امنیت ډاډه او خوندي کړي.»

ښاغلي صدیقي پر ټولو کمپاین کوونکو غږ وکړ چې د هېواد هرې سيمې ته تر تګ وړاندې باید لږ تر لږه ۲۴ ساعته دمخه له امنیتي چارواکو سره خپل کاري پلانونه شریک کړي چې د هر ډول ممکنه امنیتي پېښې مخه ونیول شي.

د ښاغلي عبدالله او ښاغلي غني پر پلویانو او کمپاینرانو له بریدونو پرته، تر دې دمه د ولسمشرۍ د کوم بل کاندید پر غونډې او یا هم پر کوم پلوي، د برید خبر نه دی ترلاسه شوی.

د بل کاندید زلمي رسول د کمپاین ویاند جاوید فیصل سره له دې چې امنیت یوه لویه ننګونه بولي، خو وايي «دوی د هېواد په هره برخه کې چې کمپاین کړی، افغان امنتي ځواکونو يې د امنیت په ټېګښت کې پام وړ مرسته کړې ده، چې تر دې دمه يې له کومې امنیتي پېښې سره مخ شوي نه دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی صدیقي وايي تر دې دمه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۲۰۰ انتخاباتي غونډې شوي چې له کومې امنیتي پېښې نه بغیر پای ته رسیدلي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو ټاکنو له کمپاین شاوخوا یوه میاشت کیږي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون لا له وړاندې له امنیتي پلوه اندېښنه ښودلې وه او پر اړوندو ادارو یې غږ کړی و چې په دغه برخه کې لاس په کار شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، ښايي د شاوخوا ۶۸۰۰ مرکزونو له ډلې یې ۳۹۱ مرکزونه د امنیتي اندېښنو او ګواښونو له کبله تړلي پاتې شي.
د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې ۱۱ کاندیدان له یو بل سره سیالي کوي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG