د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: کرزي او اوباما د ځواکونو په ایستلو خبرې نه دي کړي


ارشیف
ارشیف
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د جمهور ریس حامد کرزي او د امریکا د جمهور باراک اوباما ترمنځ د سه شنبې په شپه په شوو ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په باب خبرې نه دي شوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر او ویاند دوهم مرستیال فایق واحیدي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې د یوې شوې پریکړې په باب نه، بلکه تر ډیره حده ؛؛که چیري ؛؛ کلیمو نه کار اخست.

فایق واحیدي وویل:

؛؛هغه څه چې جمهور اوباما ویلي دي او د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې هم ورته ځای ورکړل شوی دی هغه دا دي چې که چیرې دا سند د روان میلادي کال تر وروستیو لاسلیک نه شي هغوې به له افغانستان نه د خپلو عسکرو د ایستلو په باب پریکړه وکړي؛؛.

خو فایق واحیدي وایي چې د تیرې شپې په خبرو کې دا مسله یاده شوې نه ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر او ویاند دوهم مرستیال وویل چې د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې دا هم وویل شوي دي چې امریکا د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د روان کال تر پایه لاسلیک کولی شي چې دا په دې معنی دی چې دا تړون بل حکومت او جمهور ریس هم لاسلیک کولی شي.

فایق واحیدي وویل چې د امریکا جمهورریس د خبرو نه څرګندیدله چې امریکا د افغانستان د انتخاباتو دمخه ددغه تړون لاسلیک کیدل غوښتل خو جمهور ریس کرزي یو ځل بیا د امریکا جمهورریس ته د تړون د لاسلیک لپاره خپل شرطونه بیان کړل.

د جمهور ریس حامد کرزي او د جمهورریس باراک اوباما ترمینځ د سه شنبې شپې دا ټیلیفوني خبرې ددغو دواړو مشرانو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په سر د راپورته شوي جنجال را وروسته په وروستیو میاشتو کې لومړنئ خبرې دي.
XS
SM
MD
LG