د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د بې کیفیته تیلو په واردولو بندیز ولګول شو


که هر سوداګر بې کیفیته تیل وارد کړل، تیل به یې ضبط او د سوداګرۍ رسمي جواز به یې وځنډول شي
که هر سوداګر بې کیفیته تیل وارد کړل، تیل به یې ضبط او د سوداګرۍ رسمي جواز به یې وځنډول شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي که هر چا او یا هر سوداګر بې کیفیته تیل وارد کړل، تیل به یې ضبط او د سوداګرۍ رسمي جواز به یې وځنډول شي.

په اصل کې دغه پرېکړه د افغانستان د وزېرانو شورا د فبرورۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه وکړه، چې موخه یې د هېواد د چاپېریال د ککړتیا او د ککړ چاپېریال له امله د پېدا کېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.

دا مهال ښايي افغانستان او په تېره بیا پلازمېنه کابل د ککړ چاپېریال له اړخه د نړۍ د سر په هېوادونو کې وي، چې یو اصلي لامل یې د بې کیفیته سونګ توکو استمعال بلل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي افغانستان ته تر ډېره دوه ډوله تیل واردېږي چې یو یې ای-۸۰ او بل یې اې- ۹۲ دي. ای-۸۰ هغه تیل دي چې د خامو تیلو د لومړني پروسس په پایله کې تولیدیږي، چې دا مهال د نړۍ ډېروهېوادونو يې پر استعمال بندیز لګولی دی ، دا هماغه تیل دي چې لوګي ډېر تولیدوي، چاپېریال ککړوي او د ډول ډول نارغیو لامل ګرځي، د دې تر څنګ د ګاډو ماشینونو ته هم زیان رسوي، دغه بندیز هم د همدا ډول تیلو پر وارداتو لګول شوی دی.

اې -۹۲ ډوله تیل بیا هغه دي، چې په افغانستان کې یې سوپر او با کیفیته تیل بولي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر مزمل شینواري امریکا غږ سره په خبرو کې ټولو سوداګرو ته ګوت څنډنه وکړه چې د دا ډول بې کیفیته تیلو له لېږدولو او تجارت څخه لاس واخلي.

ښاغلي شینواري وویل: «که هر چا او یا هم هر سوداګر افغانستان ته دغه بې کیفیته تیل وارد کړل، تیل به یې ضبط، په لومړي قدم کې به سوداګر ته دا ډول تجارت د نه کولو خبرداری ورکړل شي او په دویم قدم کې به یې د سوداګرۍ رسمي جواز وځنډول شي.»

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې تر دې دمه یې د همدغو سرغړونو له کبله د شاوخوا ۵۰ سوداګریزو شرکتونو کاري جوازونه ځنډولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي زیاتره بې کیفیته تیل د ایران له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي چې په کې د عراق او ځینو نورو هېوادونو تیل شامل دي.

وزارت وايي دا مهال یې په دوو ولایتونو فراه او نیمروز کې کلک تدابېر نیولي چې د بې کیفیته تیلو د وارداتو او قاچاقو مخه ونیول شي، ښاغلی شینواری وایي دوی د هېواد په ځینو نورو بندرونو کې په پرمختللیو لابراتواروانو سمبال کاري ډلې په دندو ګمارلي چې د بې کیفیته سونګ توکو د لېږد او انتقال مخه ونیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په دغه برخه کې د کورنیو چارو له وزارت او ملي امنیت څخه هم د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د وزیرانو د شورا د پرېکړې له مخې، هغه سوداګر چې د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۲۴ نېټې دمخه او یا هم تر همدې ورځې اې-۸۰ ډول تیل پېرېدلي وي، درې میاشتې وخت لري چې چې افغانستان ته یې ولېږدوي او ويې پلوري، خو له دغې نېټې وروسته هېڅوک هم د دغو تیلو د تجارت اجازه نشته.

که څه هم داسې کومه دقېقه شمېره نشته چې په میاشت کې دا ډول څومره بې کیفیته تیل افغانستان ته لېږدول کیږي، خو په ټوله کې هره میاشت دغه هېواد ته درې میلیونه ټنه تیل راځي چې، څه باندې یو میلیونه ټنه یې په پوځي برخې، چې نړیوال او افغان ځواکونه دي، او پاتې نور یې ملکې برخو کې لګول کیږي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG