د لاس رسي وړ اتصالات

جرګه د دوه کاندیدانو په یو ځای کیدو کې پاته راغله


قومي جرګه
قومي جرګه
یوې قومي جرګې چې د جمهوري ریاست د دوه کاندیدانو عبدالقیوم کرزي او ډاکټرزلمي رسول د یو ځای کیدلو هڅه یې کوله نن وویل چې هڅې یې ناکامه شوي دي.

د تیرو لسوورځو راپه دې خواد افغانستان د یو شمیر ولایتونو۱۷۰ تنو قومي مشرانو او مخورود یوي جرګې له لارې په کابل کې دافغانستان د جهموري ریاست په انتخاباتو کې د دوه ولاړو کاندیدانوعبدالقیوم کرزي او ډاکټرزلمي رسول ترمنځ د انتخاباتي اتیلاف او یو ځای کیدلو په هڅوبوخت وو، نن دغې جرګې دا ومنله چې هڅو یې ځای نه دي نیولې او دواړه کاندیدان خپلو انتخاباتي سیالو ته د پخوا په څیر دوام ورکوي.

قاضي مخمد امین وقاد چې د جرګې د مرستیال په توګه یې کار کوه د جرګې د پای ته رسیدلو په باب وویل:

؛؛ دا چې جرګه بې پایلې پای ته ورسیده له تعلیق نه یې دا پای ته رسیدل ښه دي، تللي وو چې یو دوه کاندیدان جوړ کړو خو جوړ نه شول ؛؛

قاضي مخمد امین وقاد د عبدالقیوم کرزي نه په دی مننه وکړه چې لږ تر لږه یې جرګې ته خپل دریځ په څرکنده بیان کړي دي.

قاضي مخمد امین وقاد وویل:

؛؛ که جرګه کامیابه شوی وی خو ډیره به ښه وه، د جهمور ریس هم دا غوښتنه وه د یو ملي زعیم په توګه نه د جمهور ریس په توګه چې بهتره ګڼم خو ډیره ښه یې ګڼم ، چې ونه شوه دا موضع هم ښه ده او خدای دی وکړي چې د جرګې خلک خوشاله او خوښ بیرته خپلو سیمو ته لاړشي؛؛.

ددغې ۱۷۰ کسیزي جرګې مشر محمد امین مجددي وویل چې دا جرګه په دی ونه توانیده چې دغه دواړه کاندیدان سره یوځای کړي.

د افغانستان د ولایتونونه دغې جرګې ته راغلو مشرانو په کابل کې د یولړ غونډو وروسته یوه شل کسیزه ډله د خپلو استازو په توګه وټاکله دغې ډلې د جهموري ریاست په انتخاباتو کې د ولاړو دوه کاندیدانوعبدالقیوم کرزي او ډاکټرزلمي رسول سره څو څو ځله وکتل او هم یې یو ځل د جمهور ریس حامد کرزي سره هم په دی هکله په ارګ کې خبرې وکړی.

د جرګې په دغه خبرې کنفرانس کې عبدالقیوم کرزی حاضر ووخو نه ډاکټر زلمي رسول او نه هم د هغه د انتخاباتي دفتر کوم چارواکې په کې برخه نلرله.

خو قاضي مخمد امین وقاد وویل چې دی په انتخاباتو کې د ډاکټر زلمي رسول نه ملاټړ کوي.
عبدالقیوم کرزي په خپلو څرګندونو د جرګې د برخوالو د ښه نیت ستاینه وکړه او هم د افغانستان په تاریخ کې جرګو په اهمیت وغږیده، وویل چې د وطن د سعادت، سولې او ًثبات اود روانو ستونزو په باب به تل قومي مشرانو سره خپلو سلامشورو ته ادامه ورکړي.

عبدالقیوم کرزي وویل:

؛؛ تاسو ته دی خدای تعالی خیر درکړي زه ستاسو د مشورو په اساس خپلې کاندید کیدلو ته ادامه ورکوم؛؛.

جمهور ریس حامد کرزي سره د جرګوالو کتنې د جمهوري ریاست د یو کاندید د غبرګون سبب شو او د ډاکټر عبدالله، عبدالله په انتخاباتي ټیم کې د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال څوکۍ ته کاندید حاجي محمد محقق د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې د جمهور ریس حامد کرزي او جرګې د غړو ترمنځ لیدو کتو ته په اشاره وویل چې جمهور ریس په انتخاباتو کې د بیطرفه پاته کیدلو په باب د خپلو کړو وعدو نه په شا شوي دي خو پخپله جمهور ریس په وار وار ویلي دي چې په انتخاباتو کې د هیڅ کاندید نه ملاتړ نه کوي.
XS
SM
MD
LG