د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د تښتول شوو کسانو د لټون هڅې ګړندۍ شوې


په ننګرهار کې چارواکي وايي، د هغو شاوخوا ۲۵ ملکي کسانو، چې یو شمېر قومي مشران هم په کې دي، د لټون هڅې ګړندۍ دي. دغه کسان څو ورځې له مخه یوې وسله والې ډلې په لالپورې ولسوالۍ کې وتښتول، خو خبر یې وروسته رسنیو ته لاره وکړه .

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي امریکا غږ ته وویل چې والي عطاالله لودین ټولو اړوندو امنیتي څانګو ته سپارښتنه کړې چې د تښتول شوو کسانو څرک ولګوي او د ازادۍ لپاره یې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.

ښاغلی عبدالزی وايي، ډېری تښتول شوي کسان ځوان غریبکار او مزدوران دي چې تورخم او يا هم ښايي پاکستان ته د مزدورۍ لپاره پر لار و.

نوموړي دا خبره رد کړه چې ګنې ټول تښتول شوي کسان دې قومي مشران وي، خو دا یې ومنله چې ښايي په دوی کې ځینې مخور او د پاخه عمر خلک هم وي.

لومړني راپورونه وايي چې وسله والو ۴۰ تنه تښتولي و، خو اوس د ننګرهار مقامات وايي چې تښتوونکو په لومړي سر کې د دوی له ډلې ۱۵ تنه بېرته ازاد کړي و.

د والي ویاند وايي وسله والې ډلې یو ګاډی چلوونکی هم د تښتونې پر مهال په ډزو وژلی دی ځکه چې ګاډي چلوونکي له دوی د تښتېدو هڅه کړې وه.

ښاغلي عبدالزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د زرګونو افغان امنیتي ځواکونو له شتوالي سره سره ، څنګه یوه وسله واله ډله په رڼا ورځ او له لويي لارې په دومره ډېر شمېر کې وګړي تښتولی شي؟ وویل ( رښتیا هم دا د اندېښنې وړ پېښه ده).

تښتول شوي کسان د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ استوګن دي ، که څه هم افغان چارواکي د دغې پېښې مسولیت په نامعلومې وسله والې ډلې اچولې، خو ځینو رسنیو ویلي چې د جنود خراسان په نامه یوې ډلې د دغه اختطاف مسولیت منلی دی.

جنود خراسان ډله څوک دي؟
جنود خراسان له پاکستاني طالبانو جوړه د افغان طالبانو یوه ډله ده، چې تر ډېره په ختیځ ولایت کونړ او دغلته د ډیورنډ ګرښې پر شاوخوا پر ترهګریزو فعالیتونه بوخته ده.

له ځینو افغان رسنیو سره د حقیار په نامه یو کس ځان د دغې ډلې مشر ښودلی دی، جنود خراسان شاوخوا درې میاشتې دمخه له پاکستاني طالبانو جلا شوه، او څه موده مخکې په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر سیمه اییزو پولیسو د یو برید مسولیت هم همدغې ډله په خپله غاړه واخیست، په دغه برید کې یوازې یو سیمه اییز پولیس ژوبل شوی و.

که څه هم جنود خراسان په ښکاره ځان له پاکستاني طالبانو جلا بولي، خو د پاکستاني طالبانو یو مشر عبدالولي خراساني نومېږي.

د اټکلونو له مخې جنود خراسان د غړو شمېر ښايي د ۱۰۰ په شاوخوا کې وي.
دوی له پاکستاني طالبانو د خپل بېلتون او جلاوالي اصلي علت، دا په ګوته کوي چې، ګنې د پاکستاني طالبانو برېدونه له پولې پر هغې بلې غاړې ورټول و، او جنود خراسان ډله غواړي چې خپل ترهګریز بریدونه له پولې دې غاړې یانې افغاستان ته وغځوي، له دې هر څه سره سره، تراوسه د تښتول شوو کسانو د تښتونې اصلي علت لا معلوم نه دی.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG