د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی په یوه درې ورځیني سفر سریلانکا ته لاړ


د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی (ارشیف)
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی (ارشیف)

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی د سریلانکا د جمهور رئیس مهیندا راجاپاسکا په رسمي بلنه نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمينې کولمبو ته ولاړ.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه درې ورځیني سفر کې چې د افغان کابینې ځیني وزیران هم پکې شامل دي ، د دواړو هیوادونو مشران به د دوه اړخیزو اړيکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړي.

لوړې زده کړې ، روغتیا، سپورټ او په افغانستان کې د سریلانکا د بشري ځواک استخدام هغه موضوعات دي چې دواړه جمهور ریسان به یې په هکله یوه موافقه ليک او دری د تفاهم یاددښتونه لاس لیک کړي.

له افغان جمهور رئيس سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، په نړیوالو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار یحيی معروفي، د لوړو زده کړو وزير عبیدالله عبید، د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلي او د عامې روغتیا وزيره ډاکټره ثریا دلیل ملګري دي.

جمهور رئيس حامد کرزي په پام کې لرله چې سریلانکا ته یې دغه سفر د حوت په څلورمه نیټه کړی وای خو په کونړ ولایت کې د طالبانو لخوا د ملي اردو په سرتیرو له مرګوني برید وروسته چې پکې ۲۱ تنه ووژل شول خپل سفر هغه هیواد ته وځنډاوه.

دغه برید نه یوازې په دننه افغانستان کې ، بلکې په بهر کې هم وغندل شو.

XS
SM
MD
LG