د لاس رسي وړ اتصالات

قیوم کرزي رسما د زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ


د جمهوري ریاست کاندیدان قیوم کرزي او زلمي رسول
د جمهوري ریاست کاندیدان قیوم کرزي او زلمي رسول
د جمهوري ریاست کاندید قیوم کرزي له زلمي رسول سره د انتخاباتي سیالیو لپاره یوځای شو او په خپلو ملاتړو یې غږ وکړ چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې زلمي رسول ته رایې ورکړي.

که څه هم قیوم کرزی تېره ورځ له زلمي رسول سره د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یوځای کېدو پرېکړه کړې وه، ولې نن دواړو کاندیدانو دا پرېکړه رسما اعلان کړه.

قیوم کرزي وویل، د زلمي رسول له ټیم سره به یوځای کار کوي او دا پرېکړه یې له خپلو پلویانو سره تر سلا مشورو وروسته کړې ده.

قیوم کرزي وویل :

‪"‬له ټولو علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو، خویندو او وروڼو نه غواړم چې د تېرو دوولسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره، د اقتصادي پراختیا، د ترخو تجربو له تکرار نه د ډډې په خاطر له زلمي رسول او له نوي ټیم نه ملاتړ وکړي.‪"‬

زلمي رسول بیا د قیوم کرزي له کاندیداتورۍ د تېرېدو هرکلی وکړ، وې ویل چې دواړه ټیمه به یو ځای په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره هڅه کوي. زلمي رسول، قیوم کرزی او د هغه کورنۍ سیاستواله او د افغانستان خدمتګاره وګڼله.

زلمي رسول، قیوم کرزی وستایه چې له ده یې ملاتړ وکړ. هغه هم د قیوم کرزي خبره تکراره کړه چې افغانستان له حساسو شرایطو سره مخ دی. زلمي رسول وویل د راتلونکو ټاکنو وړونکی دی.

‪"‬مونږ هغه څوک نه یو چې له هرې لارې ګټه واخلو ترڅو څوکۍ ته ورسیږو، مونږ د خلکو په رایو اعتماد لرو او یقین لرو چې د ټاکنو وړونکي یو.‪"‬

د قیوم کرزي او زلمي رسول د یوځای کېدو مسئله دوه اوونۍ وړاندې راپورته شوه، کله چې یوه جرګه کابل ته راغله او د دواړو کاندیدانو د یوځای کېدو هڅې یې پیل کړې.

که څه هم ددغې قومي جرګې یوه فعال قاضي امین وقاد جرګه بې پایلې اعلان کړې وه او تېره جمعه قیوم کرزي وویل چې د چا په ګټه نه تیریږي او د کاندید په توګه به کار کوي، خو پوښتنه چې د څېړونکو په منځ کې پیدا شوې چې له جرګې وروسته بیا څنګه د دواړو کاندیدانو د یوځای کېدو خبره راپورته شوې ده.

قاضي امین وقاد او د هغه د قومي جرګې غړو د دواړو کاندیدانو د یوځای کېدو په نننۍ غونډه کې برخه درلوده او زلمي رسول ته یې د بریا دعاء هم وکړه.

قاضي امین وقاد همدا تېره جمعه وویل چې د قیوم کرزي او زلمي رسول د یوځای کېدو هېله خپله جمهور رئیس حامد کرزي کړې وه، ولې ښاغلي قاضي وقاد ویلي وو چې د جمهور رئيس کرزي دا هېله د ملي زعیم په حیث شوې.
XS
SM
MD
LG