د لاس رسي وړ اتصالات

مارشال فهیم مړی د سې شنبې په ورځ خاورو ته سپارل کیږي


د مارشال فهیم د کور مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
د مارشال فهیم د کور مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
د مارشال محمد قسیم فهیم د تدفین د مراسمو کمیسیون وایي چې ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهور ریس د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم سبا سې شنبه ترسره شي.

د ده د تدفین د مراسمو د کمیسیون د فرهنګي کمیټې غړي صدیق الله توحیدي امریکا غږ ته وویل چې مارشال محمد قسیم فهیم به په کابل کې د بادام باغ په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

مارشال فهیم یکشنبې په ورځ په کابل کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه ، افغان حکومت د هغه د مړینې په مناسبت تر دریو ورځو ملي ماتم اعلان کړی چې نن یې لومړۍ ورځ ده.

په پیل کې رپوټونه خپاره شوي وو چې مارشال فهیم به په خپل پلرني ټاټوبي پنجشیر کې خاورو ته سپارل کیږي خو اوس د هغه د جنازې د مراسمو د ترتیباتو د نیولو کمیسیون وايي چې د تیرې پریکړې په خلاف د د مارشال فهیم د تدفین مراسم به په کابل کې تر سره شي.


د مارشال فهیم د درې ورځینې ماتم په لړ کې راړوند کمیسیون له ټولو رسنیو غوښتي دي چې په دې دریو ورځو کې د ملي ماتم له روحیې سره سم خپل نشرات برابر کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمدفهیم قسیم پرون د ۵۷ کالو په عمر په کابل کې له نړې سترګې پټې کړلې.

څه باندې یو کال مخکې هم د مارشال فهیم د مړینې اوازه خپره شوې وه چې ګینې په جرمني کې د شکر ناروغۍ له کبله مړ شوی ، خو دا خبر هغه وخت ناسم اوخت.

مارشال فهیم په تېرو پنځو کلونو کې د ولسمشرحامدکرزي لومړی مرستیال و. نوموړي د افغانستان د وروستیو نږدې څلورو لسیزو په جریاناتو کې مهم رول لوبولی.

نوموړی د پخواني شوروي اتحاد پرضد د جهاد په کلونو کې د قوماندان احمدشاه مسعود له نږدې کسانو څخه و، د مجاهدینو له بریا وروسته د امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو او وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیو مارشال فهیم له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې و.

نوموړي د بن په کنفرانس کې یې هم ګډون درلود او د لنډ مهالې ادارې په جوړیدو سره د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.
XS
SM
MD
LG