د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا:امنیت د انتخاباتي سیالیو پروړاندې ستر ګواښ دی


د فیفا اجرایوي ریس جانداد سپین غر
د فیفا اجرایوي ریس جانداد سپین غر
د آزادو او عادلانه انتخابات ټولنه فیفا وايي‌ چې امنیتي ستونزې ددې سبب شوي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتي سیالیو په لومړۍ میاشت کې د کاندیدانو ترمنځ دا سیالۍ یوازې د افغانستان څو لویو ښارونو پورې محدودې پاتې شي.

د فیفا اجرایوي ریس جانداد سپین غر د پنجشنبې په ورځ د خپلې ټولنې له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د سیالیو د لومړۍ میاشتې د ترتیب شوي د رپوټ د خپرولو په وخت وویل چې د فیفا دوه سوه دایمي څارونکو په څلور دیرشو ولایتونو کې د کاندیدانو ټولې یو سلو درویشت لویې او وړې غونډې څارلي چې له دغو غونډو په شپږویشتو غونډو کې د انتخاباتو قوانین تر پښو لاندې شوي دي.

جانداد سپین غر وویل :

؛؛په دغو شپږویشتو انتخاباتي‌ سرغړونو کې د کاندیدانو او یا د هغوی انتخاباتي د دفترونو کارکوونکو ته ګواښونه ، د دولتي امکاناتو نه ګټه اخیستنه ، د دولتي وسایطو نه کار اخیستل، په انتخاباتي غونډو کې د پوځي‌ چارواکو ګډون ، په غونډو کې د دولتي‌ چارواکو ګډون چې په قانون کې د هغوی ګډون منع شوی دی او په مفني توګه کمپاین کول شامل دي؛؛.

جانداد سپین غر وویل چې د فیفا په دغه رپوټ کې د دلوې له دیارلسمې نه د حوت تر دیارلسمې پورې انتخاباتي مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی.

هغه وویل چې د امنیتي‌ اندیښنو له امله د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ بې خونده وې او یوازې د کابل بهر د څو ولایتونو مرکزونو کې کاندیدانو غونډې جوړې کړي‌ دي.

فیفا دا رپوټ‌ په داسې حال کې خپور کړی چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو هغو اوه پنځوس کاندیدانو ته چې د زده کړو په اسنادو کې ستونزې شته ، د شنبې ورځې تر غرمې پورې وخت ورکړی چې په کابل کې دغه کمیسیون ته حاضر شي چې د خپلو تحصیلي اسنادو سپانوی وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د پنج شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا په وخت ګواښ وکړ که چیرې دغه اوه پنځوس تنه د شنبې تر ورځې انتخاباتي شکایتي کمیسیون ته حاضر نه شي نومونه به یې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له وروستي لست نه وایستل شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له تیرې یوې هفتې راپدې خوا د ولایتي شوراګانو د هغو څلور سوه کاندیدانو د اسنادو پلټنه پیل کړې چې د پوهنې وزارت لخوا دغه کمیسیون ته د هغو کاندیدانو په نامه چې په اسنادو کې نیمګړتیاوې شته دی معرفي شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وویل چې دغو څلور سوه کاندیدانو له ډلې نه د اوه اتیا تنو نومونه په تحصیلي اسنادو کې د نیمګړتیاوو له امله له وروستي لست نه ایستل شوي دي.

محسني وویل که چیرې دغه اوه پنځوس تنه هم د شنبې په ورځ کمیسیون ته حاضر نه شي د هغوی نومونه به هم له لست نه وغورځول شي.

د ولایتي شوراګانو په راروانو انتخاباتو کې دوه زره اوه سوه پورې کاندیدان چې درې سوه یې ښځې دي‌ په څلور دیرشو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د څلور سوه شپږ پنځوس څوکیو د ګټلو لپاره یو بل سره په سیالیو لګیا دي.

XS
SM
MD
LG