د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې عالي شورا:نه پوهیږو خوشې شوي طالبان چیرته دي


پاکستان د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنې شاوخوا 46 د طالبانو غړي د بند نه آزاد کړیدي خو افغان چارواکي وایي چې هغوي د دغو طالبانو په خوشې کیدو ندي خوښ.
د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي ګیله کوي چې د پاکستان د زندانانو نه د افغان طالبانو د خوشې کیدو نه هغوي نه خبریږي او وایي پکار ده چې د خوشې کیدو په وخت کې دې زمونږ استازي موجود وي.

افغانستان د پاکستان نه غوښتلي دي چې د طالبانو یو شمیر غړي دې خوشې کړي چې د سولې په هلو ځلو کې مرسته وکړي خو افغانان شکایت کوي چې هغوي د طالبانو په خوشې کیدو نه خبریږي چې دا کار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخې کې د پاکستان په نیت او ریښتینولۍ شکونه پیدا کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه جګپوړه چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي: " مونږ غواړو چې په پاکستان کې ټول طالب بندیان دې افغانانو ته وسپارل شي. د سولې عالي شورا غړيو ته دې اجازه ورکړل شي چې تر خوشې کیدو وروسته د هغوي سره وګوري، او دا ورته ووایي چې مونږ ستاسو د خوشې کیدو لپاره ډیر زیار ایستلی. او اوس چې تاسو خوشې شوئ، نو دا به ښه وي چې په افغانستان کې د سولې اوثبات د راوستلو لپاره په ګډه هلې ځلې وکړو. "

د سولې دغه جګپوړه چارواکي چې خپل نوم یې ندی اخیستی، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې پاکستان وروسته له هغه چې طالبان خوشې کړي، مونږ ته احوال راکوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا دغه غړي ویلي دي چې د خوشې شویو 46 طالبانو د جملې نه هغوي یوازې د پنځلسو تنو سره یې غیرې مستقیمې اړیکې نیولي دي خو مخامخ یې یو هم ندی لیدلی. د دغه چارواکي په قول چې پنځلس واړه طالبان چې دوي ورسره غیرې مستقیمې خبرې کړیدي، په پاکستان کې دي او دا ورته نده معلومه چې نور به یې په کوم ځای کې وي خو داسې ګمان کیږي چې هغوي به هم په پاکستان کې وي.

خو بل پلو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت یوې ویاندې تسنیم اسلم د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې هغوي د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ لږ تر لږه یو ځل د ملاقات فرصت برابر کړی ؤ خو وایي چې خوشې شوي طالبان نه غواړي چې د هغوي سره خبرې وکړي.

میرمن اسلم وایي زمونږ موقف دا دی چې د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا په غوښتنې مو ځیني طالبان خوشې کړل خو ځیني بندیان دیته چمتو ندي چې د هغوي سره خبرې وکړي.

میرمن اسلم وایي : " مونږ پروسږکال د نومبر په میاشت کې د سولې د عالي شورا د غړیو او ملا محمد عمر د مرستیال ملا عبدالغني برادر تر منځ د ملاقات فرصت برابر کړ. مونږ پخوا هم د ملاقاتونو د برابرولو لپاره کوښښونه کړیدي او په راتلونکې کې به یې هم وکړو خو د پاکستان په نیت او ریښینولۍ باندې شک څرګندړول ګټه نلري. "

سره لدې چې پاکستان پروسږکال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د ملا عبدالغني برادر یې خوشې کړی خو د افغانستان د سولې د عالي شورا وایي چې هغه اوس هم په پاکستان کې نظربند دی او وایي چې هغه زمونږ په لیست کې په خوشې شویو طالبانو کې نه شمیرل کیږي.

د سولې د عالي شورا چارواکي وایي چې د طالبانو خوشې کیدل د باور په پیدا کیدو کې مر سته کړیده ځکه چې دا عمل دا ثابتوي چې زمونږ شوار د پاکستاني زندانونو نه د طالبانو د خوشې کیدو صلاحیت لري.

د سولې د عالي شورا دغه جګپوړه چارواکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کوم خوشي شوي طالب د سولې په پروسه کې برخه اخیستې او که نه وویل: " نه هیڅ یوه یې دا کار ندی کړی ځکه چې هغوي مونږ ته ندي سپارل شوي او نه هم پدې پوهیږو چې هغوي چیرته دي.
XS
SM
MD
LG