د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وردګ له انتخاباتي سیالیو لاس واخیست


جنرال عبدالرحیم وردګ
جنرال عبدالرحیم وردګ
د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید جنرال عبدالرحیم وردګ د یکشنبې په ورځ د نامعلومو عواملو له مخې د جمهوري ریاست د ټاکنیزو سیالو نه د لاس اخیستلو اعلان وکړ.

جنرال عبدالرحیم وردګ د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل « بې له دې چې کوم بل تاکنیز ټیم سره یوځای شم د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له خپلې نوماندئ نه انصراف کوم ».

خو د جنرال عبدالرحیم وردګ ، تاکنیز ټیم بیا وايي چې په نژدې راتلونکو ورځو کې به د ښاغلي وردګ د انصراف عمده دلایل د مطبوعاتو له لارې د افغانستان خلکو ته اعلان کړي.

جنرال عبدالرحیم وردګ په داسې حال کې د جمهوري ریاست د ټاکنیزو سیالیو څخه لاس په سر ګیږي ، چې تر دې وړاندې عبدالقیوم کرزي ،بیا د داکتر زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورئ څخه تیرشوی دي .

د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو له پاره اوس نهه تنه کاندیدان په خپلو منځو کې په ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې کاندیدان کولی شي چې د انتخاباتو د ورځې دمخه د خپلو انتخاباتي سیالیو تیر شي او یا هم د بل کاندید نه ملاتړ وکړي خو ددی لپاره چې ددغو کاندیدانو نومونه لا دمخه د رایو په پاڼو کې چاپ شوي که چیري د هغوې پلویان دغو لاس په سر شوو کاندیدانو ته د انتخاباتو په ورځ رایه ورکړي د هغوې رایه باطله حساب کیږي.
XS
SM
MD
LG