د لاس رسي وړ اتصالات

د کانکور د آزموینو شفافیت په باب اندیښنې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنې چارواکي‌ وايي‌چې سږکال د افغانستان په نږدې دولسو ولایتونو کې د کانکور د آزموینو د اخیستلو په وخت درغلي شوې او د کانکور ګډون کوونکو ته په لوی لاس د نقل کولو زمینه مساعده شوې ده.

د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنې په استازیتوب پنځو استادانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې سږکال د کانکور په آزموینو کې شوی غبن بې ساری وباله او وویل چې حتی دا غبن د کانکور د آزموینو د نتیجو مشروعیت هم تر پوښتنو لاندې راولي.

پوهندوی ډاکتر عصمت الله سجاد خبریالانو ته وویل چې سږکال د درغلیو لمن کابل ته هم پراخه شوې ده.

پوهندوی سجاد وویل :

؛؛لکه تاسې چې په ویناوو کې واوریدل له یولسو ولایتونو نه په زیاتو ولایتونو کې د مثال په توګه د بدخشان ولایت ، د وردګو ولایت ،‌د هرات ولایت او حتی د کابل په ولایت کې هم چې په تیرو کلنو پکې دغسې ستونزې نه وې تاسې په خبرونو کې واوریدل چې دا ټول ثبت شوي‌ دي؛؛.

پوهندوی سجاد وویل چې د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنه د سږني کال د کانکور د آزموینو نتیجې غیرې شفافې او د اعتبار وړ نه بولي.

ددغې ټولنې چارواکو په راتلونکو کلنو کې د کانکور په آزموینو کې د غبن او درغلیو د مخنیوي لپاره له افغانستان حکومت نه وغوښتل چې د کانکور د آزموینو د پاره دې یو ملي کمیسیون جوړ کړي چې دغو استادانو په وینا دغه کمیسیون به د لوړو زدکړو وزارت له تشکیلاتو نه بهر کار کوي ‌او غړي به یې هم د یو کال لپاره ټاکل کیږي.

دغو استادانو وویل چې د کانکور د آزموینو شفافیت ته په څلورو برخو کې ورته زیان رسیږي.

لومړی د کانکور د آزموینو د سوالونو د کتابچو د چاپولو په برخه کې ،‌دوهم د کانکور په کمیټه کې ، دریم د کانکور د آزموینو د اخیستو په ځایونو کې او څلورم د کانکور د ګډون کوونکو پارچو ته د نمرو د ورکولو په وخت کې.

سږکال په افغانستان کې له دوه سوه او پنځوس زره نو زیاتو د دولسمو ټولګیو فارغان په دولتي‌ پوهنتونو کې د شمولیت لپاره د کانکور په آزموینه کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال به ددغو ګډون کوونکو له ډلې شبیته زره تنه په دولتي پوهنتونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې جذبیږي او یک لکو څلور څلویښت زره نور د شپې پوهنځیو ، د مسلکي زده کړو موسسو او نیمه عالي زده کړو موسسو ته جذب شي.

د افغانستان د لوړ زده کړو وزارت د خپرونو رییس او ویاند عظیم نوربخش امریکا غږ آشنا راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د پوهنتونو د استادانو څرګندونې په بشپړه توګه بې اساسه وبللې.

همداشان د لوړو زده کړو وزارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې هم د افغانستان د پوهنتونو د استادانو دا څرګندونې د غرض نه ډکې بلل شوي دي.

ددغه وزارت اعلامیه وايي چې د تیرو کلنو د تجربو له مخې سږکال د کانکور په آزموینه کې ستونزې نه وې او دا وزارت دا ګڼي چې د کانکور نتیجې په بشپړه توګه شفافې دي.

XS
SM
MD
LG