د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي


د ارزګان ولایت چارواکي د سیلابونو له امله تر اوسه د دوو کسانو وژل کیدل تایید کړی دی.
د ارزګان ولایت چارواکي د سیلابونو له امله تر اوسه د دوو کسانو وژل کیدل تایید کړی دی.
د ارزګان په ولایت کې سیلابونو ۲ کسان مړه کړې او په سلګونو کورونه یې ویجار کړې دي.
په دغه دوو کسانو کې یو يې د ترینکوټ په مربوطاتو کې او بل یې د ګیزاب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د سیلاب ځپلو سیمو نه رارسیدلې خبرونه وايي چې یو شمیر کورنۍ په اوبو کې بند پاته دي.
د روزګان د ولایت چارواکي وايي چې د دوو ورځو سختو ورښتونو له امله سیلابونه راغلي او مالي او ځاني تاوانونه یې اړولي دي.

د چارواکو په وینا، سیلابونو تر نورو سیمو د دهراود د ولسوالۍ اوسیدونکو ته ډیر تاوانونه رسولي دي. د دغه ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وايي چې د دهزګ او اڅکزي په کلیو کې کورونه د اوبو لاندې شوي دي او خلک ونو ته پورته شوي دي.

ښاغلي خالقي وویل: «د اڅکزو او دهزګ سیمې په بشپړه توګه د اوبو لاندې شوې دي. کورونه له منځه تللي دي، خلک ونو ته پورته شوي دي او ماشومان او ښځې هلته بند پاته دي. [د سیمې نه] د تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.»

د ارزګان د ولایت والي امان الله تیموري وايي چې د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو لپاره یې خپلې هڅې پیل کړيدي. هغه دا خبره هم وکړه چې د اردو او مرکزي ادارو نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي تیموري وویل: «یوسلو پنځوس کورنۍ د دهزګ په ساحې کې بند پاته دي. موږ د دوی د ژغورنې لپاره یو شمیر تدابیر نیولي دي او د دغو اقداماتو د عملي کیدو سره به دغه خلک وژغورل شي.»

د افغانستان د وزیرانو شورا، په یوې خپرې شوې خبرپانې کې ویلي دي چې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته یې دنده سپارلې ده چې دهراود د ولسوالۍ د دهزګ د کلي نه یو نیم سل کورنۍ چې په اوبو کې بند پاته دي، د هلیکوپترو په واسطه، راوباسي.
XS
SM
MD
LG