د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهارشاهي ماڼۍ ته نږدې د ځانمرګو بريد


د ننګرهارشاهي ماڼۍ ته نږدې د بريد ځای
د ننګرهارشاهي ماڼۍ ته نږدې د بريد ځای
چارواکي وايي د ننګرهار شاهي ماڼۍ ته نږدې جګړه پای ته رسیدلې ده په دی جګړه کې د ٧ ځانمرگو په گډون ١٨ تنه وژل شوي او ١۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال ايوب سالنګى وايي چې په دې پیښه کې اوو تنو ځانمرګو برید کوونکو برخه لرله چې پنځه يې د پوليسو په ډزو او دوه نور يې د خپلو واسکټونو په چاودنو کې له منځه تللي دي.

ښاغلی سالنگي وايي چې بريدګرو له يو موټر څخه په ګټې اخيستنې سره يې لومړى دلومړۍ امنيتي حوزې مخې ته چاودنه کړې او وروسته دحوزې پرودانۍ ننوتل او پوليسو سره په جګړه ښکېل شول.

امنيتي مرستيال د پیښی د پای ته رسیدلو لږ وروسته یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍکې خبريالانو سره خبرې کولې وويل په وژل شوو کې دلومړۍ امنيتي حوزې امر سمونوال امين الحق هم شامل دى.

هغه زياته کړه پوليسو ته هغه مهال تلفات واوښتل چې په امنيتي حوزه کې دننه ځانمرګو برديګرو واسکټونه وچاودول.

دننګرهار امنيې قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وايي چې په دې پیښه کې لس پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي او څوارلس پوليس زخميان شوي دي.

جنرال شيرزاد وايي چې جګړې دسهار تر نهو بجو پورې دوام در لود او دپیښې ځاى يې په بشپړه توګه تصفيه کړى دى.

امنيتي چارواکي دبريدګرو دهويت او ځاى ځاى ګي په اړه څه نه وايي.

دننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دځانمرګو بريدګرو دغې ډلې دولايت پرودانۍ او ګڼو نورو دولتي تاسيساتو هم دبريد تصميم درلود خو تر هغې ونه رسيدل.
دپیښې په اوږدو کې داوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په جلال ابآد ښار کې دنننيو ځانمرګو بريدونو په پايله کې دلومړۍ امنيتي حوزې،ملي راډيو تلويزيون ودانۍ او شاوخوا لس مارکيټونه هم زيانمن شوي دي.

دننګرهار عامې روغتيا روغتون ډاکټران وايي چې له پیښې څخه ورته څلورجسده او شل زخميان وروړل شوي او دزخميانو روغتيايي حالت دډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو ددې پېښې مسوليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې دڅلورو ځانمرګو بريدکوونکو له لوري شاوخوا شل تنه پوليس وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG