د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: په سرینا هوټل برید په بهر کې ترتیب شوی


تیره شپه سرینا هوټل د برید په وخت
تیره شپه سرینا هوټل د برید په وخت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي جي په سرینا هوټل باندې برید په بهر کې ترتیب شوی وو او هدف یې په انتخاباتو کي د خلکو د ګډون مخه نیول و.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل پر سرینا هوټل د تېرې شپې په برید کې نهه کسان وژل شوي چې څلور بهرنیان او پنځه افغانان په کښي شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ د پیښې په باب خبریالانو ته داسي وویل:

،، زمونږ او ستاسو په پنځه افغانانو کې دوه معصوم ماشومان چې د پنځه او یا شپږو کلو وو هم شهیدان شوي دي،،.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې په برید کې دوه بهرنۍ مېرمنې او دوه بهرني نارینه پنځه افغانان،چې دوه یې ماشومان ،دوې یې مېرمنې او یو یې نارینه دی وژل شوي دي.
په وژل شوو بهرنیانیو کې دوه بنګلدیشیان یوه کاناډایي او یوه پراګوایي شامله ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د یو بهرني په ګډون شپږ تنه په برید کې ټپیان شوي هم دي .

په ټپیانو کې یو ماشوم ،د پارلمان غړې حبیب افغان، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو دوه افسران او د سرینا هوټل یو ساتوونکی شامل دي.

په دی پیښه کې د سردار احمد په نوم یو افغان خبریال چې د فرانس پریس اژانس ته یې کار کوه د دوه ماشومانو او میرمن سره یې وژل شوي دي اویو بل ماشوم یې سخت شوي دي.

صدیق صدیقي وویل چې برید ګر څلور تنه وو، چې شپږ میله وسله هم ورسره وه.

صدیق صدیقي وویل دا برید د شپې په نهو بجو پیل شو اود شپې په ۱۱:۳۰ بجو باندې څلور واړه برید کوونکي ووژل شول او هوټل تصفیه شو.

صدیق صدیقي وویل چې پولیس په دی کار کوي چې څنګه بریدګر دغه هوټل ته چې د یو خصوصي امنیتي شرکت له خوا کلک ساتل کېږي، ننوتی دي.

صدیق صدیقي وویل چې د دې برید پلان د افغانستان د پلو بهر ترتیب شوي وو.
صدیق صدیقي وویل: ،،ددغو بریدونو پلان د هیواد نه بهر جوړیږي ،،.

صدیق صدیقي وویل چې دا برید د انتخاباتو دبهیر د ګډوډولو لپاره د وسلوالو مخالفانو د پلان یوه برخه ده.

هغه وویل چې د افغانستان خلکو په انتخاباتو کې د ګډون پریکړه کړې ده او د مخالفانو دا ډول اقدامات به د انتخاباتو د ترسره کیدلو مخه ونه نیسی.

ملګرو ملتونو دا پیښه په کلکه غندلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر په یو بیان کي د نوي کال او د نوروز په درشل کې په ملکي تاسیساتو برید په څرګنده په ملکي خلکو برید ګڼلې دی.

طالبانو د دغه برید مسوولیت اخیستی دي.

د طالبانو یوه ویاند د ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي دي چې دغه برید د څلورو طالبانو صديق الله معاذ، ظهورالله ، حافظ آغامحمد حيدري او عبدالله لخوا دشپې په شاوخوا ۹ بجو ترسره شوی، چې تردریو ساعتو لپاره یې دوام وموند.

د مجاهد د ادعا له مخې په دغه برید کې۲۲ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي چې مجاهد خپل دښمنان بللې دي.

د سرینا هوټل کې اکثره بهرني میلمانه اوسېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې هم طالبانو پر دغه هوټل برید کړی و، چې په ترڅ کې یې اته تنه وژل شوي وو.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته ۱۵ ورځې پاته دي .

د انتخاباتو د ورځې په رانږدې کیدلو سره د وسلوالو مخالفانو په بریدونو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

تېره ورځ طالبانو د جلال اباد د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ چې لږترلږه لس پولیس یو محصل او اووه برید کوونکي په کې ووژل شول.

نن د جمعې په ورځ د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د نوي کال په مراسمو کي په یوه چاودنه ګې یو پولیس وژل شوی او د خاکریز ولسوال، امنیه قوماندان او د ولسوالۍ د امنیه قوماندان د مرستیال په ګډون ۱۳ تنه په کې ټپیان شوي دي.

طالبانو د خاکریز و ولسوالۍ د نن ورځې د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG