د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریالان د طالبانو نه د سرینا د پیښې وضاحت غواړي


په کابل کې سردار احمد په یاد غونډه
په کابل کې سردار احمد په یاد غونډه
په کابل کې د وژل شوي افغان خبریال سردار احمد په یاد نن د ده د کورنیو د غړو همکارانو او هم مسلکانو لخوا د هغه په دفتر کې یوه غونډه جوړه شوې وه.

سرادر احمد د تیرې پنجشنبې په شپه د کابل په سرینا هوټل کې د څلورو وسلوالو په یو برید کې چې طالبانو یې مسولیت اخیستی د خپلې میرمنې او دوه تنکیو ماشومانو سره ووژل شو او بل ماشومان زوی یې ټپي شو.

په دی غونډه د وژل شوي خبریال سردار احمد همکارانو د وسله والو مخالفینو دغه برید په کلکه وغنده.

دغه خبریالان وايي چې په تیرو دولسو کلنو کې زیات شمیر خبریالان وژل شوي خو تر اوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې.

دوی وايي له حکومت نه هیڅ تمه نه لري ، خو له خلکو غواړي چې په راتلونکې کې ددغه راز پیښو مخنیوی وکړي.

د سردار احمد یو همکار بهرام سروري رسنیو ته وویل:

‫"‬تیرو دولسو کلنو دا ثابته کړې چې د خبرو او عمل ترمنځ زیات واټن شته ،کله چې دغه شان پیښې رامنځ ته شوي له رسنیو سره دولت زړه سوی کړی او ټول سره راټولیږي، خو له څو ورځو وروسته له یاده ځي تر کله چې بله پیښه رامنځ ته شي او یا بله قریاني وشي".

په غونډه کې افغان خبریالانو او دد سردار احمد همکارانو وویل چې دا یوه زړه بوږنونکې پیښه وه چې په آسانۍ سره یې له یاده نه شي ایستلی.

د دوی په وینا که څه هم افغان خبریالان نه ستړي کیدونکي هڅې کوي چې په سختو حالاتو کې د خپلو راپورونو په ورکولو کې بې طرفه پاتې شي خو دې له سره سره بیا هم د اسې بوږنوونکې پیښې رامنځ ته کیږي.

دغو خبریالانو وویل چې د طالبانو دغه راز بریدونه هیڅ د منلو وړ نه دي او دداسې بریدونو نه یې هدف د رسنیو پام ځان ته اړول او د افغانانو ترمنځ ویره خورول دي.

په ورته وخت کې د وژل شوي خبریال سرداراحمد وراره احمد سورج وايي چې د کاکا
وژل کیدو ترڅنګ یې د هغه د دوو ماشومانو په وژلو ډیر دردولی دی.

احمد سورج زیاتوي‌:

‫" که سردار د وظیفې پرمهال وژل شوی وای پروا یې نه کوله ځکه همدایې مسلک وو او دا لار یې انتخاب کړې وه ، خو کله چې د خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ خوړولو لپاره تللی وو دا هیله یې نه لرله چې وژل کیږي به ".

د پنجشنبې په شپه د افغان خبریال احمد سردار له وژل کیدو وروسته دا دویمه غونډه ده چې په کابل کې جوړیږي.

د جمعې په ورځ د سردار محمد داود په روغتون کې ځینو خبریالانو او سیاسي شخصیتونو هم غونډه جوړه کړې وه.

په دغې غونډه کې خبریالانو د افغان خبریال احمد سردار ، د هغه د میرمنې ، تنکیو ماشومانو د وژل کیدو او د یو بل ماشومان زوی د ټپي کیدو په غبرګون کې پریکړه وکړه چې د طالبانو اړوند خبرونو له خپرولو به تر پنځلسو ورځو ډډه وکړي.

همدا شان خبریالانو په په دغې غونډه کې له طالبانو غوښتي چې په دغه برید کې د تنکیو ماشومانو د وژل کیدلو په هکله دی ، افغان خبریالانو ته وضاحت ورکړي.
XS
SM
MD
LG