د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وايي طالبانو ورسره تماسونه نیولي


جمهور ریس کرزي ۱۳۹۳ نوي تعلیمي کال پرانست
جمهور ریس کرزي ۱۳۹۳ نوي تعلیمي کال پرانست
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د دیارلس سوه درې نویم نوي تعلیمي کال د پیلیدو په مناسبت په اماني لېسه کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبانو ورسره د خبرو لپاره تماسونه نیولي دي.

جمهور ریس کرزي وویل :

"سوله هم افغانستان ته راځي ، سرتاسري سوله انشاالله، پاکستان د خپلو طالبانو سره لګیا دی خبرې کوي د افغانستان طالبان هم له موږ سره اړیکې نیسي غواړي‌خبرې وکړي ،دا کار کیږي نن یا سبا دا کار کیدونکی دی".

جمهور ریس حامد کرزي د کابل په سرینا هوتل د پنج شنبې د شپې د برید د یادونې په وخت وویل چې د نړیوال تروریزم لخوا روزل شویو تروریستانو په برید کې د ملکي کسانو په ګډون د یوې کورنۍ دوه تنکي‌ ماشومان د هغوی مور او پلار ووژل شول او د همدې کورنۍ یو بل تنکی ماشوم سخت ټپي شو.

جمهور ریس کرزي وویل چې هغوی چې په افغانستان کې د جګړو او بلواو له لارې غوښتل خپلو ګټو ته ورسیږي اوس په دې پوه شوي چې دا کار په زور شونی نه دی.

جمهور ریس کرزي په پاکستان کې د امنیتي حالاتو د یادونې په وخت وویل چې چا چې په خپله په ځان کړي هغې ته درد شته خو علاج ورته نشته.

جمهور ریس کرزي وویل افغانستان غواړي چې پاکستان سره ددغې ستونزې په هوارې کې مرسته وکړي.

جمهور ریس حامد کرزي په دې غونډه کې د ښوونځي‌ د زنګ په کړنګولو سره د دیارلس درې نویم تعلیمي کال پیل کړ.

د دوه زره او دویم کال راپدې خوا افغان حکومت د حمل دویمه د پوهنې د ورځې په نامه رخصتي اعلان کړې ده ، په دې ورځ د افغانستان په سړو سیمو کې زده کوونکي د ژمي له رخصتیو وروسته خپلو ښوونځیو ته ورستنیږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې اوس په هیواد کې لس نیم میلونه زده کوونکي چې دوه څلویښت فیصده یې نجونې دي په زده کړو بوختې دي.

جمهور رییس کرزي ښوونځیو ته د تلونکو زده کوونکو شمیر ته په پاملرنې وویل که چیرې په همدې شمیر خلک د حمل په شپاړسمه د خپلو کورونو راووځي او رایه ورکړي ، راتلونکی حکومت به له لوی مشروعیت نه برخمن شي.

جمهور ریس کرزي وویل:

"زموږ یولس نیم میلونه ځوانان ښوونځیو ته ځي‌ که په همدې شمیر زموږ لویان راووځي‌ او رایه ورکړي نو ډیره ښه خبره ده ، که له دې نه په کم شمیر اته ، نهه میلونو پورې راووځي‌ او رایه ورکړي ، افغانستان بریالی دی ، په شپږ میلونو هم کامیاب دی".

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په تیرو پنځو کلنو کې د یولس سوو بندو ښوونځیو نه تر اته سوه پورې ښوونځي بیرته پرانیستي دي.

د پوهنې وزارت وايي‌ چې د پوهنې په ډګر کې د بریالیتوبونو سره سره اوس هم تر دوه میلونو پورې ماشومان چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو د عمر سره برابر دي د ښوونځيو نه بهر پاتې دي.

دا وزارت وايي چې سږکال نیت لري‌ چې دا شمیر یو اعشاریه درې میلونو ته راکښته کړي
XS
SM
MD
LG