د لاس رسي وړ اتصالات

سردار احمد او د هغه د کورنۍ غړي خاورو ته وسپارل شول


سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړو جنازې مراسم
سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړو جنازې مراسم
افغان خبریال سردار او د هغه د کورنۍ درې غړي چې د سرینا په هوټل کې دري ورځې وړاندې وژل شوي وو، نن دیکشنبې په ورځ د هغه د خپلوانو، خبریالانو او سلګونو مینه والو لخوا په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.

د دوی د جنازې مراسم د عیدګاه په جومات کې ترسره شول.

د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو زیات شمیر افغان خبریالانو د سردار احمد وژل کیدل وغنديل او په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتل چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي ، تر څو هغوی وکولای شي خپله بې طرفي حفظ کړي او خپلو ژورنالیستیکي کارونو ته دوام ورکړي.

دغه خبریالان په سرینا هوټل د پنجشنبې د شپې برید یو زړه بوږنونکی برید بولي او وایي جې په برید کې د نورو ملکي وګړو ترڅنګ یو افغان خبریال او د هغه ټوله کورنۍ له منځه لاره.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ د ادارې مشر صدیق الله توحیدي امریکا غږ تهپه دی باب وویل:

" طالبانو لپاره دین یوازې بهانه ده ، نه د بیان ازادي پیژنې ، نه هم د هغوی بې طرفي مني او نه هم د خبریالانو ملاتړ یې کړی".

دی همدا شان زیاتوي ‌چې افغان حکومت د خبریالانو د امنیت د خوندي ساتلو مسول دی او باید اجازه ور نه کړي چې وسله وال کورنۍ،ماشومان او آن خبریالان له منځه یوسي.

افغان خبریال سردار احمد درې ورځې وړاندې له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره د کابل پر سرینا هوټل کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې ووژل شو او یو بل تنکي ماشوم زوی یې چې سخت ټپي ‌شوی په روغتون کې د کوما په حالت کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG