د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: د سرینا هوټل په برید کې د بهرنیو استخباراتو لاس و


د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ
د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ
د ارگ د یوې اعلامې په بنسټ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د کابل د سرینا په هوټل باندې برید په مستقیمه توگه د بهرنیو استخباراتو په وسیله ترسره شوی دی.

د ولسمشر حامد کرزي په ریاست د ملي امنیت د شورا په نوبتي غونډه کې په دې اړوند وویل شول چې د ملي امینت د ادارې د معلوماتو له مخې طالبان او د حقاني شبکه ددې عملیاتو څخه بې خبره وو.

اعلامیه زیاتوي چې د ټولو شواهدو او اطلاعاتي څیړنو څخه څرگندیږي چې دا تروریستي برید په مستقیمه د بهرنیو استخباراتو له خوا شوی دی.

د دوی په وینا له لومړنیو څیړنو څرگندیږي چې د شیلډ په نامه بهرنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ چې د هوټل د امنیت لپاره یې پوره تخنیکي امکانات او نوي تنه ساتوونکي درلودل، په خپلو کارونو کې پاتې راغلی ده.

د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په دې اړوند نورې پلټنې وکړي.

د ملي امنیت د ادارې د یوې بل رپوټ له مخې څه موده وړاندې یو پاکستاني دیپلومات چې د ورزشي کلپ په پلمه یې د سرینا هوټل ته تگ راتگ کاوه او ددې هوټل د دهلیزونو څخه یې فلم ډکاوه، د هغه دغه کار د هوټل د موظفینو له نیوکو سره مخامخ شوی و.

دا په داسې حال کې دي چې د کابل د سرینا هوټل په برید کې د وژل شوي افغان خبریال احمد سردار او د هغه د کورنۍ د غړو مړي خاورو ته وسپارل شول.

د سردار احمد وژنه په افغانستان کې دننه او همداشان بهر له یو لړ تندو غبرګونو سره مخامخ او وغندل شوه.
XS
SM
MD
LG