د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:افغان لوبډلې ته ځوان لوبغاړي پېژندل کیږي


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي ډېر ژر به په ملي لوبډله کې یو لړ پام وړ بدلونونه راولي . په دغه لړ کې به ځیني پخواني لوبغاړي له لوبډلې لېرې او پر ځای به یې نویو او ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شي .

افغان کرېکټ ملي لوبډله په بنګلدیش کې په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې له ګډون وروسته ،کور ته ستنه شوه، خو د تېر خلاف یې په هوايي ډګر کې هاغسې هرکلی ونشو.

افغانستان په خپلو دریو لوبو کې یوازې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه، او پر نیپال او بنګلدیش یې وبایللې چې د بنګلدیش ماتې یې ډېره ستره وه.

د کابل هوايي ډګر ته د لوبغاړو د هرکلي لپاره یوازې د کریکټ بورډ ځيني چارواکي ورغلي و. د نورو مینوالو او چارواکو د نه ورتګ علت په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې نه ځلیدل په ګوته شوي دي .

د کرېکټ بورډ اجرايوي مشر نور محمد مراد امریکا غږ ته وویل:

«باید دا ومنو چې لوبغاړو ښه لوبه ونکړه او ځیني لوبغاړي ښه و نه ځلېدل، دغه ماتې زموږ لپاره هم هېښونکې او د هیلو خلاف وې. د خلکو هیله دا ده چې لوبډله باید هره لوبه وګټي، چې دا نا ممکن دی، دوی باید د بایللو له حالت سره هم ځانونه اشنا کړي، خو زموږ لوبغاړو له دې هم ښه لوبه کولی شوه . »
افغان لوبغاړي د تمرین پر مهال
افغان لوبغاړي د تمرین پر مهال
له دې هر څه سره سره ښاغلي مراد دا ومنله چې افغان لوبغاړو په بنګلدیش کې د کریکټ له نړیوال ۲۰ اوریز جام څخه ډېرې تجربې ترلاسه کړي دي .

په لوبډله کې بدلون:
پر ځینو افغان ملي لوبغاړو یوه نیوکه دا ده چې باید له لوبې لاس په سر شي او ځوان نسل ته دې چانس ورکړي . همدغې نیوکې ته په کتو ښاغلي مراد وویل :
« په پام کې لرو چې ډېر ژر په ملي لوبډله کې یو لړ مهم بدلونونه اعلان کړو، ځیني لوبغاړي به له لوبډلې لېرې او پر ځای به یې نوي ځوانان راشي، زموږ پرېکړه به مسلکي او د لوبغاړو وړتیاوو ته په کتو وې، نه احساساتي. »

خو ښاغلي مراد د اوس لپاره دا و نه ویل چې له لوبډلې به لېري کیدونکي لوبغاړي څوک او ځای ناستي به یې کوم ځوان لوبغاړي وي ؟

د نوموړي په خبره دغه لوبغاړي به دتل لپاره له ملي لوبډلې نه ویستل کیږي، که په کورنیو لوبو کې یې وړتیا وښوده هر وخت ملي لوبډلې ته د راتلو چانس لري.

یو مهال دا ویره وه چې ښايي د افغانستان د اوسنیو ملي لوبغاړو ځای ناستي په اسانۍ پېدا نشي، خو ښاغلی مراد وايي دا مهال په لسګونه او سلګونه ځوان لوبغاړي شته چې په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس لرلی شي .

تراوسه چې په ملي لوبډله کې کومو ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانسونه ورکړل شوي، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی او محب الله اوریا خیل یې په سر کې دي.

افغانستان دا مهال پر ملي لوبډلې سربېره، د ۱۹ کلنو یو نړیوال ټیم هم لري چې، په نړۍ کې یې اووم مقام ترلاسه کړی دی، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په تېر نړیوال جام کې اسټرالیا او سریلنکا غوندې هېوادونه مات کړل او ځیني لوبغاړي په کې ښه وځلیدل .

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په دریو پرلپسې ۲۰ ایزو نړیوالو جامونو کې لوبېدلې او ۱۹ کلنه لوبډلې بیا د یوې ورځنیو لوبو په دریو پرلپسې نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده .

افغانستان په تېرې یوې لسیزې کې د نورو لوبو تر څنګ، په کرېکټ کې ډېر پرمختګ کړی دی چې، د ډېرو لپاره پام وړ او حیرانونکی دی .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG