د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار يوه سيمه یيزه راډيو الوځول شوې ده


ارشیف
ارشیف
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې ددې ولايت په کامې ولسوالۍ کې د قلم په نامه يوه سيمه یيزه راډيو په ماين الوځول شوې ده.

د والي وياند وويل چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې د راډيو په سټډيو کې دمخه ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي وچاودیدل.

عبدالزي وويل په پېښه کې انساني تلفات نه دي رامنځته شوي خو د راډيو ودانۍ او تخنيکي وسايل ټول له منځه تللي دي.

دى وايي چې پوليس سيمې ته رسیدلي او خپلې پلټنې يې په چټکۍ سره پيل کړي خو تر اوسه د پیښې په تور څوک نه دي نيول شوي.

عبدالزي ددې پیښې پړه پرچا وانه چوله خو دا کار يې د هیواد او مطبوعاتي د دښمنانو کار وباله.

د قلم راډيو مسول مدير انعام الله مياخېل وايي چې د پېښې له امله يې ټول تخنيکي وسايل له منځه تللي او خپرونې يې درېدلي دي.

مسول مدير اشنا راډيو ته وويل چې د پیښې پرمهال په سټډيو کې يې کارکوونکو شتون نه درلود.

هغه هم په دې تړاو څوک تورن نه کړل او دايې هم ونه ويل چې ددې پیښې تر شا کوم ډول انګیزه موجوده ده.

انعام الله مياخېل زياته کړه چې تر اوسه يې ټولې خپرونې د ديني، فرهنګي او ټولنيزو ارزښتونو ته په پاملرنې سره ترسره کړي دي.

دوى وايي چې دې پیښې يې اندېښنې ډېرې کړي او پر چارو يې بدې اغیزې کړي دي.
ددې پیښې مسوليت لا تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

له تیرې پنجشنبې راهيسې دا څلورمه امنيتي پیښه ده چې رسنۍ په کې هدف ګرځول کیږي. د تیرې پنجشنبې په شپه د کابل په سرينا هوټل کې د يو بهرني خبري آژانس افغان خبريال د خپلې کرونۍ د دریو غړو سره ووژل شو.

په همدې ورځ په جلال آباد ښار کې د پوليسو پر حوزې د ډليز ځانمرګو بريدونو په پايله کې د ننګرهار ملي راډيوتلويزيون ارشيف او وداني زيانمنه شوه.

ددغو پیښو په غبرګون کې په افغانستان کې د رسنيو د دفاع ادارو، د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره د وسله والو طالبانو په ګټه د ټولو خبرونو خپرول تحريم کړي دي.
XS
SM
MD
LG