د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو او حکومت مخامخ خبرې


پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان
خبري سرچینې وایي د پاکستان یو حکومتي پلاوي د پاکستاني طالبانو سره د لمړي ځل مخامخ خبرو لپاره د شمالي وزیرستان یو نامعلوم ځای ته سفر کړی.

د اسوشیتد پرس اژانس د پاکستاني طالبانو د یو استاري له قوله وایي، د پاکستان یو حکومتي پلاوي د چارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو سره د لمړي ځل مخامخ خبرو لپاره د پاکستان د شمال لویدیځې سیمې یو نامعلوم ځای ته سفر کړی دی.

دا خبرې اترې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د حکومت هغه هڅې دي چې غواړي د مخالفو وسلوالو د خونړیو بریدونو د بندولو لپاره چې په ترڅ کې یې پدې وروستیو کلونو کې په زرگونه کسان وژل شوي، د پاکستاني طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي.

پدې خبرو کې د پاکستان د حکومتي پلاوي مشري یو تن چارواکی حبیب الله خان خټک کوي چې نن له اسلام اباد څخه په یو هلیکوپتر کې د خبرو ځای ته چې خټک ورته د «سولې سیمه» ویلې، تللی دی.

وروسته له هغه چې څه موده وړاندې حکومتي پلاوي د نورو مذاکرو لپاره د پاکستاني طالبانو لخوا د بریدونو د بندولو شرط کیښود، طالبانو د مارچ په لمړۍ نېټه د اوربند اعلان وکړ.

د طالبانو سره د خبرو اترو هڅې د صدر اعظم نواز شریف واک ته له رسېدو وروسته پیل شوي دي او تراوسه پورې دواړو خواو څو ځلې غیرې مستقیمه خبرې کولې.

د سولې دا خبرې پداسې حال کې روانې دي چې د پاکستان د ایالتي او سرحدي سیمو وزیر عبدالقدیر بلوچ په اسلام اباد کې د یوې غوڼډې پرمهال ووېل چې حکومت د پاکستاني طالبانو سره د قبائیلي سیمې یا فاټا د با ثباته کولو لپاره د سولې په خبرو بوخت دی.

خو هغه د طالبانو لپاره د هر ډول سیاسي امتیاز ورکول رد کړل « طالبان اوس هم د قبائیلي سیمې یا فاټا په راتلونکي جوړښت کې برخه غواړي. هغه څه چې ما پدې وروستیو اتو یا نهو میاشتو کې ددې سیمو د وزیر په توگه زده کړي هغه دادي چې زه په ټولنه کې د طالبانو لپاره کوم ځای نه وینم.»

د پاکستان د حکومت په وینا پدې خبرو کې به حکومت د پخواني صدراعظم یوسف رضا گیلاني د زوی سید علي حیدر گیلاني ترڅنگ د دوو نورو کسانو د خوشې کولو خبرې هم وکړي.

د اسوشیتید پرس په وینا پاکستاني او افغاني طالبان یو شان ایډیالوژي لري خو پاکستاني طالبان بیا ځانکړې رهبري او تشکیلات لري او د هغوی هڅې د پاکستان پر حکومت بریدونو ته متوجه دي او غواړي چې د خپلې خوښې سخت دریځه شرعي نظام جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG