د لاس رسي وړ اتصالات

د نوروز نړیوال جشن په کابل کې ونمانځل شو


د ارګ په ماڼۍ کې د نوروز جشن یوه برخه
د ارګ په ماڼۍ کې د نوروز جشن یوه برخه
د نوروز په دی نړیوال جشن کې چې دا ځل کابل یې کوربه دی، د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي سربیره، د تاجکستان، ایران او پاکستان جمهورریسانو هم پکې برخه اخېستې وه.

د نوروز د مراسمو لپاره د ارګ مانۍ په پام کې نیول شوي وه جمهور رئيس حامد کرزي، په خپلو خبرو کې وویل چې د نوي کال د نوې ورځې نمانځنه ددې سیمې پخوانۍ عنعنه ده.

جمهور رئيس کرزي، سیمي مشران یووالي ته را وبلل او وویل چې سیمه کې د امن لپاره کډو هڅو ته اړتیا ده..

د ایران جمهور رئيس حسن روحاني، د نوروز د نمانځنې حوزه اعتدال ته را وبلله وویل چې که څه هم افغانستان په تیرو لسیزو کې د افراطیت او کمونیزم د نظریو تر اغیزو راغلې خو د زورزیاتي او افراطیت نظریو سره سره افغانانو خپله خپلواکي ساتلې ده.

حسن روحاني وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې دوه وارې د بهرني اشغال لاندې راغلی،چې ددی هیواد خلک یې د زیاتو کړاونو سره مخ کړي دی.

خو حسن روحاني وویل چې ایران تل د افغانستان په څنګ کې درېدلی دی.

د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان بیا د نوروز نمانځونکي هیوادونه ګډو اقتصادي همکاریو پراختیا ته وبلل.

د پاکستان جمهور رئيس ممنون حسین بیا د ترهګرۍ په ضد د مبارزې یاده وکړه د بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د انتقال په بهیر کې یې د پاکستان د هر ډول مرستې ډاډ ورکړه.

د نوروز په نړیوال جشن کې د ګڼو نورو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخېستې وه او هم دغو مراسمو ته تر دوو زرو پورې د افغانستان د پارلمان د دواړو مجلسونو استازي او د مدني ټولنې غړې وربلل شوي وو.

له رسمي ویناوو وروسته د میلمنو لپاره غرمنۍ هم تیاره شوې وه.

د تیرو څو کالو راپدی خوا د سیمي هغه هیوادونه چې نوروز نمانځي، یو یې د نوروز د نمانځلو کوربتوب په غاړه اخلې سږ کال افغانستان د نوروز د نړیوال جشن کوربه دی.

تیرکال ترکمنستان د نوروز د نړیوال جشن کوربه وو.

په ارګ کې په دی مراسمو کې د بیلابیلو هیوادونو لخوا د نوروز په ویاړ نندارتونونه جوړ شوي او کډونکونکو هیوادونو هنري ډلو بلل شوو میلمنو ته د خپلو هیوادونو ملي سندرې وغږولې.


په ارګ کې نوروز د جشن دا مراسم د سختو امنیتي تدابیر لاندې ترسره شول.

د کابل په ښار کې هم په زرګونو امنیتي ځواکونه د امنیت د ساتلو لپاره په دندو ګمارل شوي دي، ارګ ته ټولې غزیدلې لارې د ترافیکو په مخ بندې وی، که څه هم د پنجشنبې ورځ رخصتي ده ، خو د ښار په ډیرو برخو کې سخت کوټلي امنیتي تدابیر نیول شوي دي چې له امله یې په ځینو برخو کې د موټرو تګ راتګ ستونزو سره مخ شوی دی .

په پام کې وه چې د نوروز نړیوال جشن د پغمان د یوې غونډې په سر په نوې جوړې شوې مانۍ کې چې ۱۵ میلون ډالره مصرف پرې شوی ولمانځل شي، خو وروسته بیا چارواکو پریکړه وکړه چې د جشن د نمانځنې ځای له پغمان نه ارګ ته بدل کړي.

په ارګ کې دا مراسم په تیرو دریو لسیزو کې بې سارې دي.
XS
SM
MD
LG