د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر باندې برید


افغان پولیسو د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون باندې د طالبانو د برید د شنډولو په مخه په بېړه ځانونه د پیښې ځای ته ورسول
افغان پولیسو د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون باندې د طالبانو د برید د شنډولو په مخه په بېړه ځانونه د پیښې ځای ته ورسول

جنرال سالنگي وايي پنځه تنه ځانمرگي چې په چادریو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته ننوتي وو، پنځه واړه ووژل شول.

د کورنیو چارو د وزارت مرستېال جنرال سالنگي وايي پنځه تنه ځانمرگي چې په چادریو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته ننوتي وو، پنځه واړه ووژل شول.

د ډزو غږونه ېو ځل بېا د شنبی په ورځ په کابل کې واورېدل شول. دا ځل طالبان د بام سرته ختلی وو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر دفتر ېې د توغندیو ډزې کولې.

رپوټ وايي په تېرو لسو ورځو کې یاغیانو په کابل کې تقریبا شل تنه ووژل چې په هغو کې دری ماشومان هم شامل وو.

د اسو شېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چې د افغانستان پولېسو پنځه سخت دریځه د شنبی په ورځ په ېوه نښته کې ووژل.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00
مستقیمه لیکه

د کورنېو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقی ددغه برید په پېل کې وویل چې طالبانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته نېژدی دفتر کې سنگر نیولی و.

صدیقی وویل هلته ېو کور دی، ېو تش او خالی کور چې شخصی کور دی. دغه کور د څلورو ترهگرانو له خوانه ونیول شو. هغوی د پولیسو له خوانه محاصره شول. موږ لا انتظار کوو چې دغه نښتې پاېته ورسېږی.

په دغه برید کې هغوی له ماشیندارو، لاسي بمونو او راکټ لانچرونو نه کار واخیست.
د کورنېو چارو د وزارت نطاق وویل چې د طالبانو دغی ډلې د ټوپک د ډزو خپله کیسه په ټوېټر کې په داسی حآل کې لیکله چی له پولیسو سره ډزې روانی وې. هغوی په ېوه وخت کې ولیکل چې دشهادت برید لاروان دی او د دوی ټول جنگېالی لاژوندي دي.

ښاغلي سالنگي هم وروسته د روېټرز خبری اژانس ته وویل: هغو پنځو کسانو چی چادری گانې پرسر کړی وی او ودانی ته ور ننوتل، له نېکه مرغه پنځه واړه زموږ د قواو له خوانه ووژل شول. په دغه نښته کې دوه پولېسان سرسري شان زخمی شویدی.

رپوټ وايی دا دوېم ځل دی چی دانتخاباتو پردفتر باندی د سخت درېځو طالبانو له خوانه برید کېږی. دا برید په کابل کې ٢۴ ساعته له هغه برید نه وروسته پېښ شو چې طالبانو پر ېوه میلمستون باندی کړی و او ېو ماشوم پکې د جمعی په ورځ وژل شوی و.

رپوټ د افغانستان د کورنېو چارو د وزارت د مرستېال محمد اېوب سالنگي له قوله وايی د انتخاباتو د کومیسیون لس دولس تنه ماموران چې په دفتر کې ېې ځانونه پټ کړی وو، ېو تن هم پکې زخمی شوی ندی. طالبانو ددغه برید پړه قبوله کړېده.

طالبان چې د افغانستان د ولسمشر ۍ انتخابات د غرب له خوانه د تېراېستلو ېوه دسیسه بولی، لوړه ېې کړېده چې د ا انتخابات گډوډ کړی او هغو کسانو ته سزا ورکړي چی برخه پکې اخلي.

په افغانستان کې د انتخباتو خپلواک کمیسیون ددې مسوولېت لری چې د انتخاباتو څارنه او کتنه وکړی.
XS
SM
MD
LG