د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په ورځ به ۱۰فیصده مرکزونه تړلي پاتې شي


د ټاکنو کمیسیون لخوا د نوو مرکزونو د لست د اعلان غونډه
د ټاکنو کمیسیون لخوا د نوو مرکزونو د لست د اعلان غونډه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په افغانستان کې به د ټاکنو په ورځ د امنیتي ستونزو له امله د څه باندې ۷۳۰۰ مرکرونو له ډلې، ۷۴۸ مرکزونه تړلي پاتې شي.

پدغو ۷۴۸ تړولو مرکزونو کې ۳۹۶ هغه مرکزونه هم شامل دي چې د تړولو پریکړه یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نن ورځې د اعلان دمخه کړي وه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس ضياء الحق امرخېل د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې امنیتي ارګانونو ورته د رايي ورکولو د مرکزونو په تړاوو نوی لست ورکړی دی چې په کې ویل شوي چې د لس په سلو کې مرکزونو امنیت دا ارګانونه نه شي نېولی خو د ۹۰ په سلو کې د رايي ورکونې مرکزونه به پرانستي وي.

امرخېل وویل، په ټوله کې ۷۴۸ د رايي ورکولو مرکزونه به تړلي پاتې شي.

له نويو تړل شويو مرکزونو ډېری یې په سویلي ولایتونو کې دي خو د نورو ولایتونو په هغو سیو کې هم چې لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي یو شمیر مرکزونه به د ټاکنو په ورځ تړلي پاتې شي.

د همدې اوونۍ په سر کې د ټاکنو د امنیتي کمیسیون رئيس جنرال سالم احساس امریکا غږ ته ویلي وو، چې په هغو سیمو کې چې لوړ امنیتي تهدیداتو سره مخ دي ، او د رايي ورکولو د مرکز نه د خلکو د اوسېدانې کورونه په جغرافیوي لحاظ لرې وي هم به یې وتړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس ضياء الحق امرخېل وايي، هغه لست چې دوی امنیتي ادارو ته سپارلی وو،امنیتي ارګانونو ورته د ۶۸۴۵ د رايي ورکولو د مرکزونو د امنیت د خوندي کولو ډاډ ورکړی وو، خو اوس په دغه شمېر کې ۳۵۲ نوي مرکزونه نور هم راکم شوي دي..

امرخېل خبریالانو ته وویل، دا ځل د پخوانیو ټاکنو په توپير د ناامنۍ له امله د رايي ورکولو کم مرکزونه تړلي پاتې کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له څوارلسو میاشتو راهېسې یې ددغو مرکزونو د امنیت ساتلو لپاره د پلانونو په جوړولو کار کړی دی.

په همدې خبري کنفرانس کې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء رئيس ضياء الحق امرخېل وویل دوی د درغلیو مخه نیسي او ورته تدابیر لري.

هغه وویل هغه کسان چې درغلي کوي دوی به یې څېرې خلکو ته افشاء کړي.

امرخېل وايي، په پنځوس فیصده د رايي ورکولو مرکزونو کې ښځینه کارکوونکې ګمارلې شوي دي.
XS
SM
MD
LG