د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد باندې د کابل اعتراض


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت احمد شکیب مستغني
افغان حکومت په خپلو سرحدي پوستو باندې د وسله والو د بریدونو د زیاتیدو له امله په کابل کې د پاکستان سفارت ته یو اعتراض لیک سپارلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو او هغه ته یې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د سرحد له هغې غاړې د افغان پولیسو په پوستو په بریدونو کې د زیاتوالي له امله د افغان حکومت اندیښنې او اعتراض هغه ته سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې سید ابرار حسین یې د افغانستان د ملي‌ امنیت د شورا د یکشنبې د ورځې د پریکړې وروسته د بهرنیو چارو وزارته ورغوښتی دی.

احمد شکیب مستغني وویل :

" نن یولس بجې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفیر د بهرینو چارو وزارت ته ورغوښتی وو تر څو د سرحدي تیروتنو او د بریدونو د زیاتوالي له امله چې د ډیورند د کرښې هغې غاړې نه په سرحدي پوستو ترسره کیږي خپلې ژورې اندیښنې او اعتراض د سفیر له لارې پاکستاني چارواکو ته ورسوي."

خو ددغه خبري کنفرانس وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د غه وزارت ته د پاکستان سفیر سید ابرار حسین نه بلکه د پاکستان د سفارت یو عالي رتبه دپلومات معظم شاه بلل شوي وو او هغه ته د افغانستان اندیښنې او اعتراض سپارل شوي دی.

افغان حکومت په کابل کې دپاکستان سفارت ته خپل اعتراض په داسې حال کې سپارلی دی چې په افغانستان کې د جمهوري‌ ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څلور ورځې پاتې دي.

په دې وروستیو ورځو کې د افغان حکومت ځینو چارواکو په پرلپسې ډول د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې د زیاتوالي یو علت د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو لپاره د وسله والو سره د یو بهرني‌ هیواد د استخباراتو د ادارې همکاري ښودلې ده.

د تیرې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داود زي ولسي‌ جرګې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د استخباراتو اداره په دغه هیواد کې د افغان زده کوونکو د دیني مدرسو د تړلو او افغانستان ته د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو لپاره د طالب زده کوونکو په استولو تورنه کړه او وویل چې په ظاهره خو دا مدرسې په افغانستان کې د کوکنارو د فصل د حاصل د اخیستو لپاره تړل شوي ، خو اصلي هدف یې د انتخاباتو د بهیر ګډوډول دي.

د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا یوې غونډې ته چې مشري یې جمهور ریس کرزي کوله داود زي وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د افغان پولیسو په پوستو په سیستماتیکه توګه د وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

پاکستان د دوشنبې په ورځ د افغان حکومت دا تورنه په کلکه رد کړل ، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سلاکار سرتاج عزیز د امریکاغږ سره په خبرو کې د افغان حکومت دا تورونه د انتخاباتو د موسم زیږنده تورونه بللي دي.

سرتاج عزیز وویل:

؛؛ دا خواشنونکې ده ځکه دا په هیڅ ډول توجیه کیدلی نشي، مونږ به د انتخاباتو د ګډوډولو نه څه ترلاسه کړو؛.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سلاکار سرتاج عزیز وویل چې په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات سره مرسته کوي.

سرتاج عزیز ویلي چې افغان حکومت ته یې دا پیغام رسولی چې اسلام آباد په افغانستان کې د هیچا ملاتړ نه کوي.

دمخه هم پاکستان د افغانستان په خلاف د خپلې خاورې د کارولو په باب خپاره شوي رپوټونه په کلکه رد کړي وو او ویلي دي چې هیواد یې د هیڅ کوم بل هیواد په چارو کې لاس وهنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG