د لاس رسي وړ اتصالات

سوپریم شرکت ته د آیسا له خوا د تړولو ګواښ


د ایسا ادارې ریس وفي الله افتخار
د ایسا ادارې ریس وفي الله افتخار
په افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې آیسا هغو بهرنیو شرکتونو ته چې افغان حکومت ته مالیه نه ورکوي خبرداری ورکړی چې که تر يوې مياشتې حکومت سره خپل حسابونه تصفیه نه کړي نو د کار جواز به ترې بېرته واخلي.

د آیسا ادارې رئیس وفي الله افتخار د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یو شمیر هغو شرکتونو ته د تړل کیدو خبرداری ورکړل شوی دی چې د اوږدو کلونو راهیسې افغان حکومت ته مالیه نه ورکوي او خپل تیر حسابونه یې هم نه دي تصفیه کړي.

وفي الله افتخار وویل « دغو شرکتونو ته مونږ یوه میاشت وخت ورکړی چې په ټولو حکومتي ارګانونو کې خپل مکلفیتونه حل او پیسې تادیه کړي، پرته له دی مونږ د یوې میاشتې وروسته ددغو شرکتونو جوازونه باطل اعلانوو او بیا به په افغانستان کې د فعالیت حق ونلرې».

افتخار زیاته کړه چې په دغو ۱۵ بهرنیو شرکتونو کې د سوپریم په نوم هغه شرکت هم شامل دی چې تر اوسه پرې د افغان حکومت څلور ملیارده افغانۍ پاتې دي.

ددی دمخه هم افغان حکومت د سوپریم د شرکت نه د محصول د اخستلو هڅه کړي وه خو ددغه شرکت نه یې پیسۍ ترلاسه نه کړلې شوی.

سوپریم شرکت په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ته لوژیستیکي مواد برابروي.
همدا اوس په افغانستان کې ۴۰ زرو شرکتونو د افغان حکومت نه د فعالیت جواز اخیستی دی چې په دغو شرکتونو کې پنځه زره یې بهرني دي.

خو افغانستان د خصوصي پانګې اچونې د ملاتړ اداره آیسا وایي چې تر لس زرو پورې شرکتونو فعالیت پریښې دی.

همداشان د افغانستان پانګې اچونې د ملاتړ ادارې آیسا رئیس خبریالانو ته وویل، هغه ځمکې چې په صنعتي پارکونو کې اخیستل شوي او کومه فابریکه پکې نه ده جوړه شوې، نو په کار دی چې دا ځمکې بیرته حکومت ته وسپارل شي.

ښاغلي افتخار دا هم وویل چې دوی ۵۲ نمرې ځمکه یوازې د کابل په صنعتي پارک کې په نښه کړي ده چې د ځمکو له مالکانو څخه به بیرته واخستل شي او هغو کسانو ته به يې ورکړي چې فابریکې پرې جوړوي.

افتخار وویل چې ولایتونو کې په نورو صنعتي پارکونو کې به هم د ځمکو د څارلو بهیر دوام ومومي.
XS
SM
MD
LG