د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي ځواکونه وايي د انتخاباتو امنیت ته تیارسۍ دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وایي چې افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو په مهال د هر ډول تاوتریخوالي مخنوي ته چمتو دي.

د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس د پنجشنبې په ورځ په یو گډ خبري کنفرانس کې چې د انتخاباتو په مهال د امنیت د ټینگښت په هکله جوړ شوی و، وویل که څه هم چې د دښمانانو له خوا گواښونه ډیر دي، خو د افغانستان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو د امنیت دپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ادارې یو ځل بیا د افغانستان د امنیتی ځواکونو څخه وغوښتل تر څو چې وس لري د انتخاباتو په پړاو کې خپل ناپیلتوب وساتي او د هر ډول درغلیو مخنوي وکړي.

هغه زیاته ېې کړه چې د انتخاباتو په ورځ څه د پاسه څلور سوه زره امنیتي ځواکونه د امنیت د تامین په موخه گمارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر همدارنگه ټولې رسنۍ وستایلې چې د طالبانو د بریدونو د خبري پوښښ څخه یې ډډه کړې ده.

ښاغلي داودزي وویل چې طالبانو د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې په څو ختیځو ولایتونو کې په یو شمیر سرحدي پوستو باندې بریدونه کړي دي.

د ځانگړو ځواکونو تیاری

په دې ترڅ کې د افغانستان د وسله وال پوځ ځانگړو ځواکونو او د قوای ضربه ځواک ویلي دي چې د طالبانو په وړاندې جگړې ته تیار دي.

بلخوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پلازمینې کابل په شاو خوا کې انتخاباتي مرکزونو ته انتخاباتي توکي ولیږدول.

دوی وایي تر دې دمه تقریبا نوي په سلو کې انتخاباتي مواد درایی ورکونې مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي « د نوي په سلو کې موادو لیږدول چې د ځمکني ترانسپورت په واسطه پلان شوي وو، بشپړ شوي دي.»
د هغه په وینا هر څه د پلان او مهال ویش سره سم پرمخ ځي.

همداشان د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ د انتخاباتي کمیسیونونو د ناپیلتوب او د مدني ټولنې له خوا د انتخاباتو د ناپیلې څارنې غوښتنه کړیده.

د شفافو او عادلانه انتخاباتو او د افغانستان د رسنیو څار ټولنې "نی" په یو گډ خبري کنفرانس د رایی ورکولو په ورځ د رسنیو په بیطرفۍ تاکید وکړ او ویې غوښتل چې د رای ورکولو د پروسې په خبري پوښښ کې د هیواد ملي گټې په پام کې ونیول شي.
XS
SM
MD
LG