د لاس رسي وړ اتصالات

په ټاکنو کې لاس وهنونکي پولیس به له دندو ګوښه شي


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس به له دندو لرې کړي، چې په ټاکنو کې یې په درغلیو کې لاس وي، خو که ثبوتونه یې په وړاندې موجود وي.

د کورنیو چارو وزارت، د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو او د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون وغوښتل، که په ټاکنو کې د پولیسو د لاس وهنې او یا غیری قانوني کړنو په تړاوو ثبوت ولري، دغه وزارت سره دې شریک کړي او دوی به د ګرمو پولیسو په وړاندې عملي ګام پورته کړي.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي، په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د هرې کچې په پولیس دا ثابته شي، چې په ټاکنو کې یې په درغلیو لاس پورې کړی، کورنیو چارو وزارت به یې له دندې ګوښه کړي.

هغه وویل د ټاکنو په ورځ د وردکو د سید اباد په ولسوالۍ کې د پولیسو یوه افسر چې غوښتل یې د یوه کاندید په پلوي د رایو صندوقونه ډک کړي، د پولیسو له لیکو ایستل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل :

‪"‬یوازې د ټاکنو په ورځ هغه مواد چې مونږ ثبت کړي دي، دولس داسې موارد ول چې په هغه کې کسان نیول شوي دي، هغوی کوښښ کوه چې تقلب وکړي، یو مورد پولیس وو، نور باقي ټول یې خلک ول چې کوښښ کوه تقلب وکړي.‪"‬

د کورنیو چارو وزارت وايي، له محلونو د صندوقونو لېږد لا روان دی او کومه لویه ستونزه نه لري، صدیقي وویل، چې د ۲۵۳ ولسوالیو ټاکنیز مواد دوی مراکزو ته انتقال کړي دي او لا هم د نورو روان دي.

خو د ټاکنو کمیسیون ویاند ویلي، چې د بدخشان، غور او دایکندي ولایتونو د رایو صندوقونه لا هم ددغو ولایتونو مرکزونو ته ندي لېږدول شوي.
XS
SM
MD
LG