د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا : په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو حجم کم و


د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غونډه
د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غونډه
د آزادو او عالانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ټاکنو په ورځ په خپل لومړني راپور کې وايي، خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ او که د ټاکنو د رایو نتایج ښه وشمېرل شي او سمه را ټول شي، نو دا ټاکنې به له ښو مشروعو ټاکنو نه وي.

دوی وايي، طالبانو په ۳۲۳ برخو کې ټاکنې ګواښلي ولې بیا هم ندي توانېدلي چې ټاکنې ودروي. فیفا وايي د ۴۳۷ د رايي ورکولو مراکز د امنیتي ګواښونو له امله بند وو.

خو دا بنسټ بیا هم له یوولس زرو نه د زیاتو سرغړونو او تخلفاتو یادونه کوي او وايي چې له یوولس زره مورده ټاکنیزو سرغړونو، ۲۶۰۰ مورده یې له دوی سره ثبت شوي دي.

دا بنسټ وايي، سرغړونې تر ډېره اداري او د مدیریت له پلوه وې.

د فیفا اجرائیوي مشر جانداد سپین غر خبریالانو ته وویل، که د رايو شمېرلو او رايو را ټولو پروسې هم شفافې ترسره شي، نو دا ټاکنې به د منلو او مشروع وي.

فیفا د ټاکنو په ورځ د مدیریت له پلوه په لاندو برخو کې سرغړونې لیدلي دي.

د رایو په ۲۵۹ محلونو کې د رنګ کیفیت سم نه وو.

فیفا په ۲۹۸ محلونو کې نده پرېښودل شوې چې څارنه وکړي، خو د ټاکنو د ورځې په اوږدو بیا اجازه ورکړل شوې ده.

د رایو په ۷۵۹ مراکزو کې د ټاکنو توکي کم شوي، د رايو پاڼې کمې وې.

د رایو د ۹۶۶ مراکزو په سل متري کې کمپاینونه روان ول.

د رایو ۱۷۲۸ مراکز په خپل وخت ندي تړل شوي.

د رایو ۲۳۰۵ مراکز په خپل وخت ندي پرانستل شوي.

فیفا په خپل لومړني راپور کې وايي، د ټاکنو په ورځ غیر قانوني او سرغړونې هم په څو مواردو کې لیدل شوي.

د رایو په ۵۰۷ مرکزونو کې سړو د ښځو په استازیتوب رايي ورکړي دي.

۹۹۸ برخو کې له اصلي عمر کم عمره وو رايي ورکړي دي.

فیفا وايي، د رايو ټولولو له مرکز هم څارنه کوي او په دوو اوونیو کې به د ټولې پروسې په تړاوو راپور خپور کړي.

فیفا د ټاکنو په مهال ۹۶۰۰ څارونکي درلودل، دا بنسټ د ټاکنو د څارنې له مهمو بنسټونو ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG