د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د امریکا په قونسلګرۍ د برید مخه نېول شوې


 شهزاده د هرات اوسېدونکی د پولیسو په ولکه کې
شهزاده د هرات اوسېدونکی د پولیسو په ولکه کې
په هرات کې امنیتي مسؤلین وايي، د یوه داسې ځانمرګي برید مخه یې نېولې چې غوښته یې پدغه ولایت کې د امریکا په قونسلګرۍ برید وکړي.

د هرات امنیه قومندان جنرال سمیع الله قطره د پنجشنبې په ورځ په هرات کې خبریالانو ته وویل، چې یو ځانمرګی یې د یوه موټر سره چې له چاودیدونکو توکو ډک وو نېولی دی.

د هرات امنیه قومندان وویل، دغه ځانمرګي په هرات کې کې د امریکا قونسلګرۍ په نښه کړې وه خو پولیسو دا بریدګر د برید دمخه د ګذرې په ولسوالۍ کې پېژندلی او نېولی دی.

جنرال قطره وویل :

"ددې برید پلان له هیواد بهر د کړیو له خوا طرحه شوی وو".

د هرات امنیه قومندان وویل چې وسله والو مخالفینو دا ډول هوډ کړی وو چې ددغه ولایت د والي په دفتر، د ملي امنیت په ریاست او امنیه قومندانۍ هم بریدونه وکړي.

د هرات د شنډنډ اوسېدونکی شهزاده چې ۳۵ کاله عمر لري او د هرات پولیسو د ځانمرګي برید مخکې نیولی، وویل دی د جماعت التبلیغ له خوا هڅېدلی دی.

شهزاده وویل له بې کارۍ د جماعت التبلیغ ډلې ته ورغلی، او له یوې مودې وروسته له هغه غوښتل شوي چې د بهرنیو ځواکونو په خلاف د جهاد لیکو ته ورشي.

د هرات امنیه قومندان بیا له جماعت التبلیغ نه غوښتي چې د جګړې په ځای دې خلک سولې ته وهڅوي.

دا ځانمرګی پداسې حال کې نېول کیږي چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ویلي وو، د پاکستان ۴۰ تبعه اوسېدونکي چې ۲۵ یې ځانمرګي دي د ټاکنو په ورځو کې دغه ولایت ته ننوتي وو.
XS
SM
MD
LG