د لاس رسي وړ اتصالات

له پاتې شاوخوا اووه میلیونه رايې پاڼو سره څه کیږي؟


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
سره له دې چې د ځینو کاندیدانو کمپاین ډلې د پاتې شاوخوا اووه میلیونه رایې پاڼو په اړه ژوره اندېښنه نه لري، خو وايي ممکن ځینې زورواکان له انتخاباتو وروسته ځینې دغه پاڼې د خپلې خوښې کاندید په ګټه صندقونو کې واچوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي له ټاکنو پاتې ټولې شاوخوا اووه میلیونه رایې پاڼې په کابل او نورو ولایتونو کې د انتخاباتو د کمیسیون په زېرمتونونو کې خوندي او محفوظې دي او له اړوندو چارواکو پرته بل څوک ورته لاسرسی لرلی نه شي.

د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل له ټاکنو وروسته د دغو رایې پاڼو څخه ځکه څوک ناوړه استفاده کولی نشي، چې د ده په خبره د رایو په مرکزونو کې له وړاندې نتایج اعلان شوي او رايې پاڼې خوندي شوي دي :

«دغه رایې پاڼې نور د هېچا په درد هم نه خوري، د ولسوالیو او ښارونو د رایو اچونې په ټولو مرکزونو کې نتایج اعلان شوي، د دغو پایلو یوه کاپي مسولینو ته سپارل شوې، یوه کاپي یې خلکو ته اعلان شوې چې پوه شي په سیمه کې یې څوک ګټونکی او مخکې دی، یوه یې په صندوق کې اېښودل شوې او یوه بله یې په یوې ځانګړې او محفوظې کڅوړې کې، کابل ته استول شوې چې، موږ ته همدغه پاڼې د اعتبار وړ دي، نه د رایو صندقونه .»

ښاغلی نور وايي د افغانستان د اساسي قانون له مخې رايي په محلي مرکزونو کې شمېرل کیږي او د رایو هېڅ یو صندوق هم کابل کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکز ته نه انتقالیږي، یوازې په مرکزونو او محلونو کې د شمېرل شوو رایو پایله کمیسیون ته استول کیږي چې د معلوماتو په رسمي زېرمه داخلې او پروسس شي .

د پاتې رایو پاڼو برخلیک به څه وي؟
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د پاتې رایو پاڼو لپاره دوی یوه مشخصه ګړنلاره او میکانیزم لري.

ښاغلی نور وايي د دغو پاڼو برخلیک د انتخاباتو د کمیسیون پر پرېکړې پورې تړاوو لري، او کمیسیون به دا پرېکړه کوي چې له دغو رایو پاڼو سره څه وکړي؟
له انتخاباتو پاتې شاوخوا اووه میلیونه رایې پاڼې به وسوځول شي
له انتخاباتو پاتې شاوخوا اووه میلیونه رایې پاڼې به وسوځول شي


نوموړي وايي که داسې پاڼې وې چې د چاپ اړوندې کمپنۍ ته بېرته سپارل کېدی شوای، سپارل کیږي او پېسې یې د حکومت بودېجې ته انتقالیږي، خو که داسې ونشي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې د له منځه وړلو پرېکړه کوي:

« د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د اړوندو چارواکو، ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې د انتخاباتو پاتې ټولې رايې پاڼې سوځوي او له منځه به یې وړي، د تېرو ټاکنو پاتې میلیونونه رایې پاڼې مو هم وسوځولې.»

ایا پاتې پاڼې د ټاکنوپه دویم پړاوو کې کارېدې شي؟
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي له ټاکنو پاتې هېڅ ډول رایې پاڼې هم په نورو او دویم پړاوو انتخاباتو کې په درد نه خوري، ځکه چې دویم دور ته یوازې دوه مخکښ کاندیدان لاره کوي او په دغو پاڼو کې د جمهوري ریاست د اوسنیو انتخاباتو د ۱۱ کاندیدانو نومونه لیکل شوي او تصویرونه یې چاپ شوي دي.

نور محمد نور وايي له دغو پاڼو څخه یوازې او یوازې دویم دور ته د ورتلونکو مخکښو کاندیدانو په اړه د معلوماتو په برخه کې کار اخیستل کېدی شي خوپه دویم وار ټاکنو کې استعمالېدی نشي.

ښاغلی نور وايي د دویم وار ټاکنو د کاندانو لپاره نوې رايې پاڼې چاپوي چې، شمېره به یې وروسته معلومه شي .

دویم وار ممکنه انتخابات کله کیږي؟
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مادې له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له نهايي پایلو وروسته چې یو کاندید هم له پنځوسو ډېرې رایې یانې (۵۰+۱) رایې ترلاسه نه کړي، ټاکنې دویم پړاوو ته ځي.

ښاغلی نور وايي د قانون له مخې دویم دور انتخابات « د لومړنیو انتخاباتو د نهايي پایلو له اعلان دوه اونۍ وروسته ترسره کیږي.»

نوموړی وايي که د دویم دور انتخاباتو اړتیا پېدا شي، کمیسیون ورته بشپړ چمتوالی لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپریل په پنځمه نېټه ترسره شول چې د خلکو پراخ ګډون په کې کور دننه او بهر وستایل شو.

په پام کې ده د دغو ټاکنو قسمي پایلې د شنبې په ورځ (۱۲-۴-۲۰۱۴) اعلان شي، لومړني نتایج به یې د ثور په څلورمه او وروستۍ پایلې به یې د همدغې میاشتې په ۲۴ اعلانیږي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG