د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د ټاکنو لس فیصده رايي اعلان شوې


ډاکټر عبدالله عبدالله (ارشیف)
ډاکټر عبدالله عبدالله (ارشیف)
د ټاکنو کمیسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لس فیصده رايي اعلان کړې او پدغو قسمي پایلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله تر نورو کاندیدانو مخکې دی.

د ټاکنو کمیسیون د شپږ ویشت ولایتونو د لس فیصده قسمي رایو د نتایجو د اعلان په مهال وویل چې دا رايي تغییر خوري.

په لس فیصده شمېرل شويو رایو کې ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی دی او ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزی په دوهمه برخه کې ځای لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله -٪ ۴۱.۹
ډاکټر اشرف غني احمدزی -٪ ۳۷.۶
ډاکټر زلمی رسول -٪ ۹.۸
عبدالرب رسول سیاف -٪ ۵.۱
قطب الدین هلال - ٪ ۲.۷
ګل اغا شیرزی -٪ ۲.۲
داود سلطانزوی -٪ ۰.۳
هدایت امین ارسلا٪ ۰.۳

د اتو ولایتونو بدخشان، بغلان، نورستان، غور، وردک، غزني، پکتیکا او دایکندي ولایتونو رايي ندي شمېرل شوي.
د ټاکنو د کمیسیون رئيس احمد یوسف نورستاني وویل، دوی غوښته پرون دا رايي اعلان کړي ولې کار یې نن بشپړ کړ.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، په ټوله کې له دغه کمیسیون سره څه کم نوولس سوه شکایتونه په مستند او لیکل شوي بڼه ثبت شوي دي چې له دغو شکایتونو اته سوه او اویا یې د سختو شکایتونو چې په الف کټګورۍ کې راځي شامل دي.

ددې کمیسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل، د الف کټګورۍ ۸۷۰ نېوکې داسې دي چې د ټاکنو په پایلو به اغیز ولري، هغه وویل د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر اوسه د الف کټګورۍ له شکایتونو ۷۵ یې څیړلي او پرېکړې یې په تړاوو کړي دي.

دوی وايي دا هغه شکایتونه دي چې د درغلیو په تړاوو دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، له زرو زیات شکایتونه د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو شوي دي چې ۱۹۳ یې داسې دي چې د کمیسیون کارکوونکو په درغلیو لاس پورې کړی دی.

دا کمیسیون وايي، ښايي د شکایتونو د څېړلو مهلت وغځیږي او د مهالوېش په اساس په خپل وخت تکمیل نه شي.

دوی وايي، ۱۳۸۲ شکایتونه دوی سره د ټیلیفون په مټ ثبت شوي دي
XS
SM
MD
LG