د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا :معتصم اغا جان په اماراتو کې تر نظارت لاندې دی


ملا معتصم اغا جان
ملا معتصم اغا جان
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي،داسې رپوټونه یې ترلاسه کړی چې دا ښیې چې د طالبانو يو پخوانی چارواکی ملا معتصم اغا جان په عربي متحده اماراتو کې ددغه هیواد تر نظارت لاندې دی.

د سولې د عالي شورا له لورې خبریالانو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا معتصم اغا جان د اماراتو د حکومت تر نظارت لاندې دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوی او افغان حکومت د اماراتو له حکومت سره پدې تړاوو اړیکه نیولې او له اماراتو یې غوښتي چې د ملا معتصم د ستونزې په اواري کې او د محدودیتونو په لرې کولو کې په بېړه اقدام وکړي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د ملا معتصم اغا جان د لادرکه کیدلو خبر ورکړی وو، او ویلي وو چې افغان حکومت په دی هکله د متحده عزبي اماراتو د جکومت سره په تماس کې دی.

د افغانستان د بهرنیو جارو ورارت ویاند له اماراتو غوښتي وو چې د ملا معتصم اغاجان په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

ملا معتصم اغا جان چې د طالبانو د دورې د ماليې وزیر او دا مهالې په ترکیه کې میشت دی د رپوټونو له مخې یې په وروستیو کې د روغې جوړې لپاره هلې ځلې کولې،او په عربي متحده اماراتو کې د یوې غونډې په بندوبست بوخت وو چې د لادرکه کیدلو خبرونه یې خپاره شول.

د سولې عالي شورا وايي:

‪"‬افغان دولت او د سولې شورا د معلوماتو د ترلاسه کولو سره سم د اماراتو له چارواکو سره په تماس کې شوي، او له دوست هیواد غوښتل شوي چې د هغوی د محدودیت په لرې کولو او د ستونزې په اواري کې عاجل اقدام وکړي، د سولې عالي شورا هېله لري، چې دوست هیواد د پخوانیو همکاریو په سلسله کې په خپلو ژمنو ودریږي او هر اړخیز اقدام وکړي.‪"‬

د سولې عالي شورا ویلي، هر کله چې د سولې خبرو او بین الافغاني مذاکراتو دم نېولی نو خنډ پکې رامنځته شوی دی.

دا شورا وايي، هر کله چې د سولې په خبرو کې پرمختګ راغلی پټو او ښکاره کړیو ددې پرمختګ مخه ډب کړې ده.

شورا یو وار بیا د مخالفینو په مرکچیانو غږ کړی چې خپل هیواد ته دې راشي ځکه چې په بهرنیو هیوادونو کې د دوی هستوګنه د هغوی په ګټه نده.

جمهور رئيس کرزي هم څو وارې په خبري کنفرانسونو کې په طالبانو غږ کړی، چې خپل هیواد ته دې راشي او خپل ملک یې تر بل هر بهرني ملک مصؤن دی.
XS
SM
MD
LG