د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني احمدزی: د قسمي پایلو اعلان دې ودرول شي


اشرف غني د وینا په مهال
اشرف غني د وینا په مهال
د جمهوري ریاست یو کاندید اشرف غني‌ احمدزي د قسمي رایو د دویم پړاو له اعلان څخه یوه ورځ وروسته د قسمي رایو د اعلان د بندیدلو غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره ورځ د جمهوري ریاست د قسمي رایو دویم پړاو اعلان کړ چې پکې عبدالله عبدالله د ۴۴.۴ فیصده رایو په خپلولو سره په لومړي او اشرف غني احمدزی د ۳۳.۲ فیصده رایو په ګټلو سره په دویم ځای کې دی.

ښاغلي احمدزي چې نن په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قسمي رایو له اعلان څخه وړاندې باید پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړی وای او بیا یې قسمي رایې اعلان کړی وای.

احمدزي وویل چې دغه راز اعلان د خلکو ذهنونه ګډوډوي.

له بلې خوا د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله د رائیو د قسمي پایلو په اعلان خوښي څرگنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی د انتخاباتي ډلې د حساب له مخې، دوی د انتخاباتو گټونکي دي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه «.. ددې پرمختگ تمه کیده او دا ماته حیرانوونکې نه ده. په عین وخت کې مونږ ددې پروسې په نیمایي کې یو، او لا هم ددې امکان شته چې د دوهم پړاو پر ځای نتیجه په همدې لومړي پړاو کې څرگنده شي.»

خو غني‌ احمدزي بیا د ولسمشرۍ له ټولو کاندیدانو د تقلبي رایو د مخنیوي غوښتنه وکړه، وویل چې د ټاکنو د رڼښت برخه کې باید ''د ولسمشرۍ کاندیدان، مدني ټولنې، فعالین، علماء او مشران د رای شمېرنې د رڼښت د بهیر لپاره همکاري وکړي.

هغه ټینګار وکړ که چیرې ټاکنې په لومړي پړاو کې پای ته ورسیږي‌ او یا هم دویم پړاو ته ولاړې شي د دوی ټیم ګټونکی دی .

ښاغلي احمدزي یو ځل بیا په ډاګه کړه چې په هیڅ صورت د ایتلافي حکومت د جوړولو غوښتونکی نه دی.

هغه زیاته کړه چې که چیرې بریالی شي په خپلو هغو ټولو وعدو به عمل وکړي چې د کمپاینونو په وخت کې یې خلکو ته ورکړي ‌دي.

ده همداز راز وویل چې د بریا په صورت کې به د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو سره مشورې وکړي.

بل پلو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي‌ چې دغه کمیسیون په دې لټه کې دی چې ژر ترژره د قسمي رایو بل پړاو هم اعلان کړي.

ښاغلي‌ نور زیاته کړه « تر څو چې د شکایتونو کمیسیون د څیړونو پایلې رالیږي کیدای شي د پایلو په برخه کې بدلون راشي.»
د ټاکنو د پالو په هکله د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ژ غبرگونونو رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00
ښاغلي نور په دې هکله چې ټاکنې به دویم پړاو ته لاړې شي که نه، وویل چې اوس لا ډیره وختي دی چې کمیسیون دا په ډاګه کړي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې پای ته رسیږي او که دویم پړاو ته ځي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل چې دوی له تخنیکي او مالي پلوه د ټاکنو دویم پړاو ته چمتوالی نیولی لري.

د ده په خبره د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پام کې لري‌ چې څوارلس سوه مرکزونه تفتش او د شپږ سوه او شپږ شپیتو مرکزونو رایې له سره وشمیري.

ښاغلي نور زیاته کړه چې په ۱۳ ولایتونو کې څیړنې او په ۶ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنه بشپړه شوې ده او د نن د دوشنبې ورځې تر پای یا سبا د مرکزونو تفتش او څیړنې بشپړې کیږي او هغوی د پایلو پاڼې مرکزي دفتر ته رالیږي تر څو د پایلو په سیستم کې شاملې او د هغې په اساس پایلې اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د انتخاباتي مهال ویش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې درې ورځې وروسته د ثور په ۴ اعلانیږي او وروستۍ پایلې به د ثور په ۲۴ اعلان شي.
XS
SM
MD
LG