د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ استرالیایي روزنکي کار پیل کړ


د افغانستان د کرکټ د اکاډمۍ نوی استرالیایي روزونکی
د افغانستان د کرکټ د اکاډمۍ نوی استرالیایي روزونکی
استرالیايي پیتر اندرسن نن د افغانستان د کرکټ د لوبې د نوي روزنکي په توګه په رسمي ډول خپل کار پیل کړ.

ښاغلي اندرسن له دې وړاندې له کال نولس سوه شپږ اتیا څخه تر نولس سوه درې نوي پورې د استرالیا د کرکټ د لوبډلې د ویکت کیپر په توګه لوبې کړي دي.

هغه په دې وروستیو کې د پاپو نیوگینې په هیواد کې د کرکټ د لوبې روزنکی و. نوموړی د دریمې کچې روزنکی دی.

پیتر اندرسن آشنا ټلویزیون ته وویل چې نه یوازې په کابل کې بلکې هغه به د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفر وکړي او د کرکت د لوبې استعدادونه به پیدا او د افغانستان بیلابیلو لوبډلو ته به یې جذب کړي.

د افغان کرکټ‌ بورډ‌ په وینا نه یوازې د اندرسن راتګ به د ځوان لوبغاړو د پرمختګ لامل شي بلکې د کرکټ لوبې د ودې لپاره به هم ګټور تمام شي.

ښاغلی اندرسن به د کابل د کرکټ د اکاډمۍ د روزنې تر څنګ، د الف، نولس کلنو او د افغانستان د زونونو د کرکټ د لوبډلو د روزنکي په توګه کار وکړي.

د کرکټ بورډ وايي دا لومړی ځل دی د کرکټ په برخه کې د یوه پياوړي هیواد څخه یو چې د کرکټ په برخه کې سل کلنه تجربه لري، یو روزونکی افغانستان ته رابللی دی.

د کرکټ بورډ دا هم وايي چې د دوی لوبغاړو زیاتره وخت د توپ وهنې او فیلډنګ په برخه کې ستونزې درلودې او د افغانستان د کرکت بورډ د تخنیکي څانګې په باور چې باید نوی ترینر دغه ستونزې په ځوان نسل کې له منځه یوسي.

د دوی په وینا پیتر اندرسن د کرکټ‌ د لوبې په برخه کې دیرش کلنه تجربه لري او دوی به ورڅخه په پوره توګه کار واخلي تر څو د کرکټ‌ لوبه په افغانستان کې لا وده وکړي.

که څه هم د افغانستان کرکټ‌ بورډ دا په ډاګه نه کړه چې پیتر اندرسن یې په څومره معاش او امتیازونو په افغانستان کې ګمارلی دی،‌ خو دا یې وویل چې د هغه سره یې تر دې وړاندې په دوبۍ کې لیدلي او قانع کړی دی چې په افغانستان کې د کرکټ د لوبې د روزنکي په توګه کار وکړي.

تردې وړاندې د کرکټ بورډ ویلي وو چې د امنیتي ستونزو له کبله حتی د نږدې ګاونډیو هیوادونو روزنکي زړه نه ښه کوي چې افغانستان ته راشي.

په افغانستان کې د کرکټ‌ د لوبې څارونکي او مینه وال نیوکه کوي چې له تیرو دوو کلنو راپدې خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بهرنیو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې.

خو د کرکټ بورډ غړي وايي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو او روزنې په برخه کې به پیتر اندرسن هم همکاري وکړي او دده له تجربو به کار واخلي.
د افغانستان د کرکټ د اکاډمۍ نوی استرالیایي روزونکی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00
XS
SM
MD
LG