د لاس رسي وړ اتصالات

۱۴ افغان تلویزونونه او راډیوګانې جریمه شوې


افغان مطبوعات
افغان مطبوعات
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د برخې کمیسیون د ټاکنېزو منډو ترړو او تاکنو پر مهال د رسنیو د اصولو د ماتولو له کبله ۱۳ تلویزونونه او یوه راډیو نغدي جریمه کړي دي .

د دغه
کمیسیون مشره فریده نیکزاد وایي دغه رسنۍ ځکه جریمه شوي چې په خبره یې ناسم، نامتوازن او د ځینو کاندیدانو پر پلوي یې راپورونه ورکړي دي .

مېرمن نیکزاد وايي دوی تر جریمې د مخه یادوو رسینیو ته خبرداری ورکړی و چې د چا په پلوي او نامتوازنه راپورونه دې نه خپروي، خو ګواکې هغوی یې پر دغه خبرداري غوږ هم و نه ګراوه.


دغه نغدي جریمي له پنځو زرو افغانیو نیولې تر پنځه اویا زرو افغانیو پوري دي .

فریده نیکزاد په کابل کې خبریالانو ته د جریمه شویو تلویزونونو او راډیوګانو نومونه په ډاګه کړل .

په دوی کې د نور ، آیینه ، مهر ، سبا ، دعوت ، افغان ، راه فردا ، ارزو ، آیینه نګاه ، ژوندون ، نورین او د نوا په نوم رادیو د نغدی جریمو په ورکړي محکومې شوي او د کندهار ولایت هیواد په نوم راډیو او د بدخشان د آمو راډیو ته د ناسم او جانبدارانه راپورونو د ورکړې له امله اخطارونه ورکړل شوي دي.

په یادوو شویو تلویزونو کې یې ځینې د جمهوري ریاست د ځینو کاندیدانو د پلویانو دي .
XS
SM
MD
LG