د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په یوه روغتون کې درې بهرني وژل شوي دي


پولیس د د کیور روغتون مخې ته
پولیس د د کیور روغتون مخې ته
پولیس وایي چې په کابل کې د کیور په نوم د یوه خصوصي روغتون یو ساتونکي په دغه روغتون کې په یو شمیر بهرنیانو ډزې کړې او درې بهرنيان یې وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، چې د روغتون دغه ساتونکي د درېیو بهرنیو د وژنې ترڅنګ ددغه روغتون یوه بهرنۍ ښځینه روغتیايي کارکوونکې هم ټپي کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د کیور د روغتون ساتونکي خپل ټوپک د بهرنیو ډاکټرانو په خوا اړولی او په هغوی ډزې کړي او د ډزو په نتجه یې دا کسان وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ددغو درېیو ډاکټرانو هویت ندی په ډاګه کړې.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت له لورې د ټولنیزې رسنۍ ټویټر په پاڼه راغلي، چې د کیور په روغتون کې وژل شوي کسان امریکایان دي، خو دغه سفارت د پېښې په تړاوو زیات جزئیات ندي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې حمله کوونکی ساتونکی په خپله ټپي دی، او دم ګړۍ له پولیسو سره دی.

د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي د پېښې په تړاوو کشفي ادارو ته ویلي چې پېښه په جدیت وڅېړي.

کیور روغتون د دارالامان په سړک پروت دی، او په کابل کې له مجهزو روغتونونو ګڼل کیږي، دغه روغتون نسائي او ولادي ناروغانو ته خدمات برابروي.
XS
SM
MD
LG