د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې نن ناوخته اعلانیږی


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی چې نن د شنبې په ورځ مازیګر شپږ بجې به د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې خلکو سره شریکي کړي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مهال ویش له مخې په کاروو چې دغه کمیسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ثور په څلورمه د افغانستان خلکو سره شریکې کړې وی، خو له ناپاکو رايو د پاکو رايو جلا کول د کمیسیون په باور زیات وخت غوښته چې ورسره د پایلو اعلان هم دوه ورځې وځنډید.

د ټاکنو د لومړنیو د پایلو اعلان به دا په ډاګه کړي چې ایا دا ټاکنې دوهم پړاوو ته ځي، او که د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ولاړو کاندیدانو نه یو یې د ټاکنو په لومړي پړاوو ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کوی.

د ټاکنود خپلواکه کمیسیون مشر ډاکټر احمد یوسف نورستاني، د پنجشنبې په ورځ د قسمي پایلو د درییم پړاوو د اعلان په مهال شک ښودلې وو چې ګوندې د ټاکنو په لومړي پړاوو کې دی یو څوک ګټونکی وي.

د جمهوري ریاست د ټاکنو په قسمي رایو کې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي د نورو کاندیدانومخکې وو .

د پنجشنبې په ورځ د ۸۲.۵۹ فیصده رایو په مهال ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳.۸ په سلو کې او ډاکټر اشرف غني احمدزي بیا ۳۲.۹ په سلو کې رايې وړې وې.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وار دی چې د درغلیو رايي بېلې کړي او نهائي پایلې د ثور د میاشتې په څلورویشته نېټه اعلان کړي.

که ټاکنې دوهم پړاوو ته لاړې شي، نو د جوزا د میاشتې په اوومه نېټه به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د دوهم وار ټاکنې تر سره شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کمیسیون اماده دی چې که ټاکنې دوهم پړاوو ته لاړې شي، په هیواد کې دوهم ځلې ټاکنې ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG