د لاس رسي وړ اتصالات

قانوني: د خلکو په رایو معامله د زغملو نه ده


په کابل کې ثور د اتمې د مجاهدینو د بریا د ورځې غونډه
په کابل کې ثور د اتمې د مجاهدینو د بریا د ورځې غونډه
د جمهور ریس لومړی مرستیال د ټاکنو کمیسیونونو ته خبرداری ورکړ تر څو د خلکو در رایو پروړاندې د له هر راز دسیسو او غیر قانوني کړنو څخه ځان وساتي.

قانوني چې د ثور د اتمې د مجاهدینو د بریا د ورځې په لمانځغوندې کې خبرې کولې ،وویل چې افغانان د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړل او هغه څه چې هغوی پورې اړه درلوده په سمه توګه یې ترسره کړل ، خو اوس توپ د ټاکنو دوو کمیسیونونو په ډګر کې دی.

ښاغلي قانوني زیاته کړه چې د افغانستان اوسیدونکو په پراخه توګه د رایې ورکولو په مرکزونو کې له خپل شتون سره دا وښوده چې غواړي د مدني‌ ارزښتونو سره سم په هیواد کې نوې باب پرانیزي.

د جمهور ریس لومړی مرستیال وویل :

”زموږ هیله دا ده چې د ټاکنو کمیسیونونه له هر راز توطیو اود زور له کارولو څخه لیرې او د صلیقوي چلند پرته د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او پریږدي چې زموږ د خلکو پاکې رایې برخه لیک ټاکونکې اوسي او زه خپل مسولیت ګڼم چې د خلکو د پاکو رایو د یوې یوې رایې څخه دفاع وکړم؛.

دی غونډې ته ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل چې نه یې غوښتل په دې هکله په یوه غونډه کې څه ووایي خو اړ شو چې دواړو کمیسیونو نه د خلکو د رایو سره د احتیاط نه د کار اخستلو غوښته وکړي.

ډاکتر عبدالله وویل:

یوځل بیا دواړو کمیسیونو ته دا اعلان کوم چې خپل مسوولیتونه دې په دقت ،صداقت ، عادلانه توګه او په شفافیت سره تر سره کړي او داسې دې فکر و نه کړي چې هره لوبه چې روانه اوسي د ملت یوه برخه لرې پاتې شي او دا لوبې چې هغوي یې تصورکړی اوسي ترسره کیدلی شي؛

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله دویم مرستیال حاجي محمد محقق په دې ناسته کې وویل چې د ټاکنو دویم پړاو ته له تلو څخه ویره نه لري ، خو نه غواړي چې د خلکو له رایو سره لوبې وشي او رایې په نا حقه توګه جعل شي او د خلکو پاکې رایې د ناظرینو له شتون څخه پرته باطلې شي.

ده د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې په ځان کې بدلون راولي او هغه څه یې د دوی په هکله شتون لري هغه اصلاح کړي او د خلکو پاکې رایې نړیوالې ټولنې ته ور وپیژني او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې ددغه بهیر له رڼوالي څارنه وکړي.

ښاغلي محقق له جمهور ریس حامد کرزي هم وغوښتل چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د ځینو کسانو مخه ونیسي چې په رآس کې دي تر څو د خلکو رایې ضایع نه شي.

له کرزي غواړم که څه هم په تیرو دیارلسوکلنو کې له کمو سره سره په دیموکراسۍ کې خپله ونډه اخیستې او په دې وروستي پړاو کې دې افغانستان بحران خوا ته نه سوق کوي او هغه ورونه چې په کمیسیون کې دي او هغه کسان چې د چارو په رآس کې دي ناخوښ کارونه یې ترسره کړي دي‌ چې موږ اسناد لرو او د درغلیو مخه دې ونیسي او دخلکو پاکې رایې د ضایع نه کړي".

ښاغلي محقق په داسې وخت کې د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلون غوښتونکی شوی دی چې دغه کمیسیون په وار وار ویلي چې د ټاکنو په بهیر کې بې طرفي او استلالیت وساتي.

خو په دغه ناسته کې محقق د دوی له ډلې سره د ځینو نورو انتخاباتي ټیمو د یو ځای کیدو خبره په داسې وخت کې وکړه چې د جمهوري ریاست یو بل نوماند زلمی رسول هم شتون درلود.
په دویم پړاو کې نور هغه نوماندان چې مخکښ وو موږ به یوازې پرینږدي هغوی به هم موږ سره یو ځای شي او له اویا فیصده به واوړو”.

د نوماندانو لخوا د ۱۲۱ شکایتونو ثبتیدل

بل پلو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي‌ چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په هلکه ورته یو سلو یویشت شکایتونه رسیدلي دي.

ددغه کمیسیون ویاند نادر محسني وايي چې ۱۱۵ شکایتونه د ډاکتر عبدالله عبدالله ، ۴ شکایتونه د ډاکتر اشرف غني احمدزي او یو شکایت د دواد سلطانزوی او یو هم د ګل آغاشیرزي لخوا ورته رسیدلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند په وینا په ټولیزه توګه اته شکایتونه د رایو د بې اعتباره کیدو په هکله دي چې باید له قانون سره سم په اته څلویښت ساعتونو کې ورته رسیده ګی وشي.

ده وویل په علني غونډه کې به سبا د رسنیو ، څارونکو او د نوماندانو د څارونکو په شتون سره دغو اتو شکایتونو ته رسیده ګي وشي.

ده له نوماندانو څخه وغوښتل چې تر څو په غونډو کې ګډون وکړي او د خپلو شکایتونو په هکله اسناد هم وړاندې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو له وروستیو پایلو له اعلان څخه وروسته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې ددغو پایلو په هکله خپل شکایتونه له دوی سره ثبت کړي
XS
SM
MD
LG