د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم په کندهار او هلمند کې د بهرنیو توقیف ځایونو شتون


ارشیف
ارشیف
افغان حکومت وايي چې اوس هم په دغه هیواد کې میشت بهرني ځواکونه په کندهار او هلمند کې شپږ پټ توقیف ځایونه لري چې دوی یې د بهرنیو ځواکونو نه ددغو توقیف ځایونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د بهرنیو توقیف ځایونو او په دغو توقیف ځایونو کې د پرتو بندیانو دحال احوال د معلومولو لپاره د جمهور ریس کرزي لخوا د ګمارل شوي کمیسیون چارواکي وايي‌ چې دوی د خپلو پلټونو په وخت په کندهار او هلمند کې شپږ توقیف ځایونه لیدلي چې اکثره یې د بندیانو خالي‌ وو.

ددغه کمیسیون ریس جنرال غلام فاروق بارکزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې په دغو شپږو توقیف ځایونو کې شپږویشت بندیان پراته وو .

هغه وویل چې اکثره بندیان له خپلو کورونو راایستل شوي وو او په دغو توقیف ځایونو کې اچول شوي وو.

جنرال غلام فاروق بارکزي وویل:

“دغه بندیان چې موږ وکتل دا هغه خلک دي چې د جنګ له میدان نه ندي‌ نیول شوي ،‌اکثریت یې هغه بندیان و چې د خپلو کورونو نه نیول شوي‌ وو”.

تیره هفته جمهور ریس حامد کرزي د افغانستان په جنوب کې د بهرنیانو لخوا د پټو توقیف ځایونو په باب د معلوماتو د ترلاسه کولو او په دغه توقیف ځایونو کې د بندیانو د حال احوال د څرګندولو لپاره د جنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ یو هییت وټاکه.

په پام کې دي چې دغه هییت خپلې پلټنې د افغانستان جمهوري‌ ریاست ته وسپاري.

که څه هم غلام فاروق بارکزي ددغو توقیف ځایونو نه د لیدنې په وخت ورسره د بهرنیو ځواکونو د همکارۍ یادونه وکړه ، خو ددغه کمیسیون بل غړي‌ عبدالشکور دادرس چې په ننني‌ خبري کنفرانس کې حاضر وو،وویل چې لږترلږه په یو توقیف ځای کې ورته بندیان نه دي ښودل شوي.

دادرس وویل:

”یو زندان په باب موږ اطلاع لرله چې پکې څلور تنه شته دی خو کله چې موږ ورغلو راته یې وویل چې څوک پکې نشته دی.هییت شته دی او دلته تشریف لري‌ ومو پوښتل چې څه شول بلاخره د زیاتو پوښتنو وروسته یې وویل چې یو یې بګرام ته استولی او درې نور یې کورونو ته لیږلي‌ دي”.

دادرس د بهرنیو ځواکونه دا کړنه تر پوښتنې راوسته وویل چې دا ډول کړنې په یو داسې هیواد کې چې بشپړه خپلواک دی نور د منلو نه دي.

دغو چارواکو وویل چې بهرنیو ځواکونو ته یې خپله پریکړه اورولې ده چې ژرترژره دې هغوی سره بندي افغانان د افغانستان ملي امنیت څارونوالۍ ته وسپاري تر څو ورسره د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې چلند وشي.

دغو چارواکو وویل چې بهرنیو ځواکونو ته یې ویلي چې هغوی د افغانانو د کورونو د تلاشۍ حق نه لري.

چارواکو وویل هغه افغانان چې بګرام ته انتقالیږي د یو کړنلارې له مخې بیرته افغان لوري ته سپارل کیږي.
XS
SM
MD
LG