د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شو


د تخار په دشت کلا، خواجه غار، ینګي کلا، خواجه بهاالدین، چاه آب، رستاق او د کلفګان کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پيل شو
د تخار په دشت کلا، خواجه غار، ینګي کلا، خواجه بهاالدین، چاه آب، رستاق او د کلفګان کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پيل شو
د تخار د کرنې ریاست له خوا په دشت کلا، خواجه غار، ینګي کلا، خواجه بهاالدین، چاه اب، رستاق او د کلفګان ولسوالیو کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.

د زراعت ریاست د نباتاتو د ساتنې عمومي مدیر عبدالروف فیضي وايي په دغو ولسوالیو کې د کروندو، باغونو او ورشوګانو د خوندي ساتلو په موخه یې د حمل له میاشتې راهیسې په ملخ لرونکو سیمو کې د دوا شیندلو لړۍ پیل کړې ده.

ښاغلي فیضي وویل: «د تخار د کرنې ریاست دغو ولسوالیو ته د ملخانو د له منځه وړلو لپاره ۹ دوا پاشونکې ډلې لېږلي. چې کافي درمل او موټرونه لري او نوي محلول شیندونکي هره ورځ په ملخ لرونکو سیمو کې دوا شیندي. دوی سره یو متخصص هم دی چې ددې ډلو مشري کوي.»

ښاغلی فیضي وايي دوی په هیواد کې دننه د ملخانو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتوالی او کافي امکانات لري؛ خو د ګاونډي هیواد تاجکستان څخه د ملخانو په وړاندې د مجادلې لپاره د کرنې وزارت مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي په جوزا میاشت کې د تخار د هغو ولسوالیو او سیمو کروندې، باعونه او ورشوګانې چې ګاونډي هیواد تاجکستان سره په پولې پرتې دي، د ملخانو تر ګواښ لاندې دي.

نوموړی وايي که د کرنې وزارت ورسره د ملخانو د له منځه وړلو لپاره امکانات ورنه کړي، دوی نه شي کولی چې مخه یې ونیسي. هغه وايي له تاجکستان څخه د راتلونکو ملخانو د له منځه وړلو لپاره د کرنې وزارت مرستو او امکاناتو ته اړتیا لري.

د خواجه بهاوالدین او دشت کلا ولسوالیو اوسيدونکي وايي چې په کروندو د ملخانو بریدونه دحمل له میاشتې راهیسې پیليږي؛ خو د دولت له خوا د شیندل شوي دوا په نتیجه کې اوس یو څه کم شوي دي.

د تخار ولایت یو اوسیدونکي وویل: «ملخانو د خلکوپه کروندو بریدکړي، د پروژې، نواباد او د ایخانم مځکې سره له دې چې دواهم شیندل شوي خو بیاهم له منځه نه دې تللي. خلکوته یې زیات زیانونه اړولي. شاوخوا شل زره جریبه کروندې یې له منځه وړي. ان غونډیو ته هم ورغلي.»

د سیمې یو بل اوسیدونکی هم د ورته ستونزو یادونه کوي: «د دشت طیاره او سید خیلو په سیموکې ملخانو للمي کروندو ورشوګانو او ونو ته زیانونه اړولي.»

د تخار د کرنې ریاست د بوټو ساتنې مدیر وايي که ګاونډي هیواد تاجکستان په خپل هیواد کې د ملخانو په وړاندې جدي مجادله وکړي، دوی به له دومره ستونزو سره مخ نه شي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG