د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ کې د نوي جمهور رئيس د تحلیف مراسمو د تیاري غونډه


ترشیف
ترشیف
د ارګ په ماڼۍ کې نن د پنجشنبې په ورځ د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو په شمول د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې د نوي جمهور رئيس د سوګند د پورته کولو مراسمو ته په تیاریو خبرې شوي دي.

د ارګ رسنیز دفتر ټولنیزو رسنیو ته خبر ورکړی، چې نن سهار په ارګ پدې غونډه کې مخکښو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي هم برخه اخېستې وه.

د ارګ خبرپاڼه وايي، چې جمهور رئيس حامد کرزي نوي جمهور رئيس ته د سوګند د ورکولو د مراسمو لپاره د غونډې د جوړولو په تیارولو د ګډونوالو مشوره غوښتې او پرېکړه شوې ده چې د وزیرانو د شورا او د چارو د ادارې په مشرۍ دې یو دولتي کمیسیون ددغو مراسمو د تیاریو لپاره جوړ شي.

پدغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته هم د بهرنیو میلمنو درا بللو لپاره دنده ورکړل شوې ده، .

پدغه غونډه کې د جمهور رئيس مرستیالانو، د مشرانو او ولسي جرګو رئیسانو او قاضي القضات هم ګډون کړی وو.

ټاکنیز شکایتونه

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېر ماښام ۲۳۴۶۷۴ رایو په تړاوو چې د ټاکنو کمیسیون باطلې کړې وې، هم پرېکړه ده او هغه یې باطلې ګرځولي دي.

کمیسیون تېره ورځ د ۵۲۵ محلونو رايي چې په ټولې ۲۳۴۶۷۴ رايي کېدلې باطلې کړي دي.

ددغو رايو د برخلېک د معلومولو په خاطر د کاندیدانو له خوا نهه شکایتونه شوي وو.

د ټاکنو کمیسیون دا ډول له ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون غوښتي چې پاتې نورو رايي ورکولو د مراکزو په تړاوو هم خپلې پرېکړې وکړي.
XS
SM
MD
LG