د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې پاملرنه ناورین ځپلو ته اړول شوې ده


د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د غره د ښویېدنې د پیښې ځای
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د غره د ښویېدنې د پیښې ځای
په بدخشان کې د مرستې رسولو ادارې وایي، اوس د دوی پاملرنه له هغو کورنیو سره مرستو ته اوښتې چې د غره ښویېدلو د پیښې نه بچ شوي دي.

د بدخشان ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې د غره د ښویېدلو د پیښې مصیبت ځپلو کورنیو سره د بشري مرستو لرۍ چټکه شوې ده، خو کلیوال ورسره شوې مرستې پوره نه ګڼي او د لازیاتو مرستو غوښتونکي دي.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو د ادارو چارواکي وايي‌ چې د ارګو ولسوالۍ د آب باریک کلي ته د افغان حکومت لخوا د بیړنیو مرستو د رسیدولو سربیره د یو شمیر نړیوالو ادارو او د متحده عربي اماراتو د حکومت مرستې هم نن رسیدلي‌ دي.

په دغو مرستو کې خیمې، اوبه او یو څه خوراکي موادو شامل دي.

په افغانستان کې د خوراک د نړیوالې ادارې ډبیلو ایف پي د عامه اړیکو مشر وحیدالله اماني وايي چې ډبیلو ایف دوه ورځې وړاندې د بدخشان په مرکز فیض آباد کې د خپلو زیرمو نه خوراکي مرستې په سیمه کې مصیبت ځپلو کورنیو ته رسولي دي.

اماني چې په خپله د مرستو رسولو د چارو د څارنې لپاره دغې سیمې ته ورغلی امریکا غږ ته وویل چې مختلفې افغان او بهرنۍ موسسې په بیلابیلو برخو کې د مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره د ارګو ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د ناورین نه بچ شویو کورنیو ته پاملرنه

وحیدالله اماني وايي چې په سیمه کې زیاته پاملرنه د مصیبت ځپلو کورنیو لاس نیوي ته اوړیدلې ده او اوس د پیښې له ځایه د مړو د ایستلو بهیر بند شوی دی.

اماني وویل:

هغه څه چې موږ اوریدلي دي په پیښه کې د چا د ژوندي پاتې کیدو امید نور نشته دی”.

اماني وویل:

اماني‌ وايي چې اوس د مرستې رسولو اداري او افغان حکومت په سیمه کې د اوه سوه کورنیو سره چې شمیر یې نږدې پنځه زرو تنو ته رسیدیږي خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

"دا موسسې هڅه کوي چې دغو کورنیو سره د بیړنیو مرستو ترڅنګ د هغوی په بیا میشت کیدو کې هم مرستې وکړي".

اماني وايي چې په سیمه کې یوه ستونزه د غره د ښویېدنې له امله ډب شوو اوبو ته لار پرانیستل دي ترڅو نورې کورنۍ د بل ناورین سره مخ نه شي.

د بدخشان د ارګو په ولسوالۍ کې د غره د ښویېدنې د پیښې د قربانیانو کورنیو سره نه یوازې په کور دننه د خواخوږۍ بهیر مخ په زیاتیدو دی بلکه په نړیواله کچه هم ددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي پراخه شوي ده.

تراوسه د بدخشان په ارګو په ولسوالۍ کې د پیښې له ځای نه د افغانستان د جمهور ریس د دوه مرستیالانو په مشرۍ د دولتي هییتونو د لیدنې تر څنګ په کابل کې د اروپايي‌ اتحادیې ځانګړي استازي‌ فرانز میشل میلن هم تیره ورځ د آب باریک کلي‌ نه لیدنه کړي ده.

همدا شان د جمهوري ریاست یو مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی هم نن د آب باریک کلي ته ورغلی دی.

احمدزي خبریالانو ته ویلي دي چې اوس هم لا په دغه سیمه کې یو شمیر کورنۍ د ګواښ سره مخ دي.

ډاکټر غني په حکومت غږ کړی دی چې خلکو سره دې زیاتې مرستې ترسره کړي.

تیره ورځ د امریکا جمهور ریس بارک اوباما جمهور ریس حامد کرزي سره په تلیفوني خبرو کې هغه سره د آب باریک د کلي د غره ښویېدنې په پیښه ژوره خواخوږي څرګنده کړې وه او هغه ته یې د مصیبت ځپلو سره د مرستې وعده ورکړې ده
XS
SM
MD
LG