د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د اوکراین په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه نه زغمو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری
د امریکا د متحده ایالتونو حکومت خبرداری ورکړې چې، که روسیه د اوکراین د راتلونکو جمهوري ریاست په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي نو له سخت غبرگون سره به مخامخ شي.

دا خبرې د متحده ایالتونو د بهرنبو چارو وزیر جان کېري د اروپایي ټولنې د بهرنیو پالیسیو د مشرې کترین اشتن سره په یوه خبري غوڼډه کې وکړې.

د ښاغلي کېري په وینا لکه څنگه چې د جمهور رئیس اوباما خبرې واضحه دي، که چېرې روسیي عناصر د اوکراین دیموکراتیک بهیر، د مې میاشتې د ٢٥ نېټې ټاکې گډې وډې یا سبوتاژ کړي، نو موږ به لا زیات بندیزونه پرې ولگوو.

ښاغلي کېري پخپلو خبرو کې ووېل چې د موږ د ټکي هدف اروپا او د امریکا متحده ایالتونه دي.

پدې خبري غوڼډه کې د اروپا د خارجي سیاست مشرې کترین اشتن هم د اوکراین د ثبات لپاره د هغه هېواد ټاکنې یو مهم گام وباله.

د ښاغلي کېري او مېرمن اشتن ترڅنگ د جاپان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې ملگری د سپینې روسیې جمهور رئیس هم د اوکراین له ټاکنو ملاتړ او د یو موټي اوکراین غږ یې کړی.

د امریکا حکومت پداسې حال کې دا خبردارۍ ورکوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف بیا ویلي چې دا عملي گامونه یواځې د اوکراین خلک کولی شي پورته کړي خو که چېرې غربي هېوادونه دې ته چمتو والی وښایي او د جنوب ختیځ اوکراین خلکو ته هم په مساوي توگه د گډون حق ورکړي.
د اوکراین په ټاکنو کې د لاسوهنو په اړه روسیې ته د امریکا خبرداری
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

متحده ایالتونه روسیې ته دا گواښونه پداسې حال کې کوي چې د امریکا په کانگرس کې د حکومت د مخالف جمهوري غوښتونکي گوند غړي بیا د روسیې پر وړاندې د جمهور رئیس اوباما دا غبرگونونه کافي نه بولي او زیاتوي چې ښاغلی اوباما باید عملي گامونه پورته کړي.

د جمهوري غوښتونکو په وینا همدا اوس د دې وخت دی چې متحده ایالتونه د اوکراین له ولس او په خاصه توگه له وسلوال پوځ سره مرستې وکړي ترڅو وشی کړای د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پر وړاندې له خانه دفاع وکړي.

د نوو رپوټونو پر اساس د اوکراین حکومتي ځواکونه توانېدلي دي چې په ختیځ بندري ښار مریوپول کې روسي پلوه یاغیان د یوې شپې سختې جگړې وروسته له یوې حکومتي ودانۍ څخه په شا وتمبوي.
XS
SM
MD
LG