د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی:د دوهم پړاو ټاکنې به د جوزا په ۲۴ ترسره شي


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي، چې که د جمهوري ریاست ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، نو د جوزا د میاشتې په څلوروېشتمه ورځ به ترسره شي.

احمد یوسف نورستاني له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، که ټاکنې دوهم پړاوو ته لاړې شي، نو کمیسیون تیار دی چې دا ټاکنې د جوزا په ٢۴ ترسره کړي.

ښاغلي نورستاني د ټاکنو د اصلي مهالوېش نه د ټاکنو د دوهم پړاوو د اولسو ورځو شاته غورځولو لامل تخنیکي مشکلات وښوده او وویل چې کمیسیون د دوهم پړاوو د ټاکنو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د ټاکنو د مهالوېش په اساس کمیسیون مکلف دی، چې د ټاکنو دوهم پړاوو دوه اوونۍ د وروستیو پایلو داعلان وروسته ترسره کړي.

ښاغلي نورستاني امریکا غږ ته وویل، دا چې د ټاکنو د کمیسیون حساس مواد او هغه مواد چې دوهم پړاوو ته په درد خوړل، د وسله والو مخالفینو په برید کې چې څه موده وړاندې پدغه کمیسیون کړی وو، له منځه تللي وو او سوځېدلي دي بیا برابرول یې وخت غواړې.

هغه وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پدې تیاریو اوس بوخت دی او تر دغه مهاله به د ټاکنو د دوهم پړاوو ترسره کولو ته تیار وي.

که ټاکنې دوهم پړاوو ته ځي، نو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی دوه هغه نوماندان وي چې افغانان به یې د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر په توګه ټاکي.

دم ګړۍ لا هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له لورې د ټاکنو د پایلو په تړاوو شکایتونه څېړل کیږي، دا لا هم نده معلومه چې د ټاکنیزو شکایتونو د پلټنو وروسته څومره په لومړنیو پایلو کې تغییر راځي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د ولایتونو د شکایتونو د څېړلو لړۍ پرون پای ته رسولې او د یکشنبې په ورځ به خپلې څېړنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته اوروي.

د ټاکنو د ځپلواک کمیسیون د ثور په څلور ویشتمه د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي.

ښاغلی نورستانی، وايي کمیسیون د دوهم پړاوو ټاکنو لپاره هم پوره بودجه لري.
XS
SM
MD
LG